
کابل بازانو د شپګیزې لیګ اتلولي وګټله
نن ټکی اسیا (جمعه، زمری ۲۹مه ۱۳۹۵ل): نن د شپګیزې لیګ په پایلوبې کې د کابل بازان او مس عینک اتلان سره مخامخ شول. د کابل بازانو د مس عینک اتلانو ته په ۵ ویکټو ماتې ورکولو سره د شګیزې لیګ اتلولي خپله کړه.
مس عینک اتلانو د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. د مس عینک لوبډلې لوبغاړي ونه توانیدل سیالې لوبډلې ته یو ستر هدف وټاکي.
مس عینک لوبډلې د نوروز منګل او وحیدالله شفق د توپ وهنې په مرسته په ۱۹.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۹ منډې جوړې کړې.
د مس عینک لوبډلې لپاره نوروز منګل په ۲۴ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۳۹ او وحیدالله شفق په ۳۵ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.
د کابل بازانو لپاره راشد خان تر ټولو پیاوړې توپ اچونه وکړه. راشد خان خپل ۴ اورونو کې یوازې ۱۸ منډو ورکولو سره ۴ ویکټې واخیستې. کریم جنت دوه او محمد سمیع او امیر حمزه یوه یوه ویکټه واخیسته.
کابل بازانو نن یو ځل بیا د محمد شهزاد حیرانوونکې او پیاوړې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف پوره او د شپګیزې لیګ اتلولي خپله کړه.
د کابل بازانو لوبډلې ټاکل شوی هدف یوازې د محمد شهزاد پر مټ په ۱۸ اورونو کې خپل ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه.
نننۍ لوبې کې محمد شهزاد په یوازې ۵۰ توپونو د اوو څلوریزو او اتو شپږیزو په مرسته ۹۰ منډې جوړې کړې او د رحمت شاه په بال يي خپله ویکټه يي له لاسه ورکړه.
د مس عینک لوبډلې لپاره ضیاء الرحمن دوه او مجیب، فضل نیازی او ګلبدین نایب یوه یوه ویکټه واخیسته.
محمد شهزاد د نن ورځې لوبې غوره لوبغاړی جایزه او محمد نبي د سیالیو د دغې لړۍ د غوره لوبغاړی جایزې ګټوونکی شو.