افغانستان

ولسمشر دوو وزيرانو ته د ستر جنرالۍ رتبې ورکړې

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۵ل):ولسمشر اشرف غني د يوه فرمان له مخي دوو وزيرانو ته د ستر جنرالۍ رتبې ورکړي.

ولسمشر غني د آزادۍ د ۹۷ يمي کليزي په مناسبت د يوې جوړي شوي غونډي په ترڅ کې د يو فرمان له مخي د دفاع وزير جنرال عبدالله حبيبي او د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد ته د ستر جنرالۍ رتبې ورکړې.

په ياد فرمان کې ۶۰ لوړ پوړو چارواکو ته ترفيعات او امنيتي ځواکونو ته ۴۵۰ مډالونو او ستاينليکونو منظور شوي.

په غونډه کې د ولسمشر تر څنګ د پوځ لوی درستيز قدم شاه شهيم د امنيتي ځواکونو ستاينه او له هيوادولو سره ژمنه وکړه چې د هيواد خپلواکي به په هر قيمت ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x