افغانستان

تخار : څلور ورځي وروسته هم درقد ولسوالي محاصره ده

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۵ل):د درقد ټاپو د محلي پوليسو قومندان او ځايي اوسېدونکي وايي نژدې څلور ورځي کيږي چې درقد ولسوالي د طالبانو له خوا تر محاصرې لاندي ده.

د محلي پوليسو قومندان حمزه وايي : د خواجه بهاوالدين او درقد ارتباطي لار طالبانو د ماينونو په مټ بنده کړې ، په سيمه کې له ۳۰۰ ډېر امنيتي سرتيري په محاصره کې بند پاته دي او د ولسوالۍ زياتي برخي طالبانو لاندي کړي.

د تخار د والي وياند سنت الله تېمور د امنيتي ځواکونو محاصره نه مني ، وايي هلته اوسېدونکي سرتيري په ښه ډول مجهز او له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې له تيرو څو ورځي راهيسي د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلي خبرونه خپروي.

تېر کال طالبانو د درقد ټاپو چې د امو سيند په منځ کې ده ونيول خو څه وخت وروسته بېرته د امنيتي ځواکونو لاس ته ولوېده.

د امنيې قومندانۍ وياند وايي تازه دمه سرتيري لېږل شوي او توانېدلي چې درقد او خواجه بهاوالدين ارتباطي لار خلاصه کړي.

نوموړی د لسګونه طالبانو تر څنګ مني چې څلور پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي خو طالب ويندويان بيا د ۱۸ امنيتي سرتيرو د وژلو خبر ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x