ادبي لیکني

د نیویارک ټایمز جالب راپور

د امریکا د نیویارک په یو پارک کی یو سپي پر یوې کوچنۍ نجلۍ حمله وکړه . نجلۍ کریږی کړې . دا مهال یو ځوان اقدام وکړ او سپی یې تر لغتو لاندی مرګ ته نږدې کړ .

د نیویارک ټایمز اخبار یو خبریال دا صحنه ولیده او راغی د هغه ځوان عکسونه یې واخیستل او په دې الفاظو یې د هغه ستاینه وکړه :

سبا به د نیویارک ټایمز اخبار په لومړۍ صفحه کی یو تصویر او یو راپور خپور سی چی عنوان به یې داسی وی :

« د نیویارک یو اوسیدونکي خپل ژوند په خطر کی واچاوه خو د یوې کوچنۍ نجلۍ ژوند یې وژغوری . »

ځوان ورته وویل چی سرلیک خو یې ښه دی مګر زه د نیویارک اوسیدونکی نه یم . خبریال ورته وویل چی داسی ده نو عنوان به یې داسی وی :

« یو امریکایی په زړه ورتیا سره یوه نجلۍ وژغورله . »

ځوان ورته وویل چی دا عنوان هم په زړه پوری دی لاکن زه خو امریکایی هم نه یم .

دا مهال د خبریال تندی لږ ګونجي سو او په حیرانۍ سره یې ځنی وپوښتل : نو ته څوک یې او د کوم ځای یې ؟

ځوان ورته وویل چی زه محمد نومیږم او د سعودی عربستان څخه یم .

خبریال سر وښوراوه او صرف دومره یې ورته وویل چی تا ډیر ښه کار وکړ ، سبا به په دې اړه یو راپور خپور سی .

کله چی د نیویارک ټایمز سبانۍ ګڼه راووتله ، نو همدا راپور پکښی خپور سوی و چی عنوان یې داسی و :

« یو بنسټ پال مسلمان د یو اهلی سپي غاړه ماته کړه . »

منبع : د لیکوال اثر : ( اخلاقی کنایې ؛ لومړی جلد ـ ۲۰۱۲ ) ، ۶۷ ـ ۶۸ مخونه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x