دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۱۳برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

په بودايي او زردشتي مذهبونو کې دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله وړاندوينې دبودايي مذهب د مهایان ډلې داعقیده ده چې دګواتم څخه وروسته (میتریا) راځي، په چينایي ژبه کې (میتریا) ته ( ميلې فوسا) ویل کیږي، چې معنایې ده (درحمت زوی)، دمرګ څخه مخکې ګواتم خپل شاګرد – دیو جي مل راج- ته وویل، چې له ما څخه وروسته بل څوک راځي، چې مقدس او روښانه زړۀ به یې وي، عمل به یې دپوهې څخه ډک وي، مبارک به وي، دکائناتو عالم به وي، په انسانانو کې به بې بېلګې وي، هغه به زما په شان تبلیغ کوي، او هغه به میتریانو میږي.

د بودایی مذهب علماء وايي چې میتریا د(رحمت) په معنا سره دی، په ټولو انبياوو کې رحمة للعالمین حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی او بس.

یادونه:

ګواتم بدهـ/ ګوتم بدهـ (۴۸۳- ۵۶۳) قبل المیلاد تېرشوی دی، د ده اصلي نوم (( شهزاده سدهارتهـ)) ؤ، ده د اوسني هندوستان په شمال کې د نیپال پر سرحد باندې ژوند کاوه. دی تر اسلام مخکې ؤ، نو ځکه ده وړاندوینه کړې ده چې له ما څخه وروسته به رحمة للعالمین راځي چې له ده څخه وروسته بل څوک نه دی راغلی، له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه ماسوا، دده د اوصولو مطابق. نور پوره معلومات زما د احقرپه کتاب (دنړۍ مذهبونه اوبنسټونه) کې وګورئ.

د زردشت دمذهب وړاندوينې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله

د زردشتیانو/ زرتشتيانو د مقدس کتاب (یاسنا) مطابق؛ خیر او شر به سره مقابله وي، د ښو او بدو هیڅ سوله نه راځي، ددې ښو او بدو سوله به یو جماعت راولي، ددې جماعت په کوښښ سره به دا هر څه ختم شي، یو بت شکن راځي، ددې نوم (سوشیانت) دی، یعنې رحم کونکی، د دې په راتګ سره به خلک د ټیټې رویې څخه لوړ مقام ته ورسیږي. ټول دخیر جماعتونه به دده مرسته وکړي او بشپړ غلبه به پیداکړي شر به په مکمل ډول سره ختم کړي.

اوس نو دا (سوشیانت) څوک دی؟ دافخر الموجودات رحمة للعالمین حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دی، رحمة للعالیمن نه بل څوک شته او نه به راشي، رحمة للعالیمن یواځې او یواځې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دی.

تردې هم سپینه وړاندوینه:

کله چې دایران سیمه په اخلاقي ډول سره د زوال ښکار شي یو کس به په عربو کې پیداشي، چې د ایرانیانومذهبي خلک به یې هم پیروان شي، د ایران سرکښه خلک به له منځه ولاړ شي، هغه کور چې جوړ شوی دی (کعبه شریفه) او بتان پکښې ایښودل شوی دي هغه به له بتانو څخه پاکه کړل شي، او خلک به دلمانځه پرمهال مخونه وهغه لورته کوي ،داپیروان به دایران مهم ښارونه طوس، بلخ او نورې سیمې ونیسي، د ایران عقلمند خلک به هم ددې دین پیروان شي.

دا وړاندوینې د زرګونو کلونو راهیسې د پارسیانو په کتابو کې شته؛ خو تراوسه ورته نه دي متوجه شوي، دا وړاندوینې صرف پر نبي کریم صلی الله علیه وسلم باندې صدق کوي اوبس.
دا ځکه دمکې بتان نبي کریم صلی الله علیه وسلم مات کړل، صرف مسلمانان د کعبې په لور لمونځ کوي او دریږي او بس.

یادونه:

زردشت/زرتشت دی (۶۲۸- ۵۵۱) قبل المیلادیې ژوندکاوه، دا مذهب د۲۵۰۰ کلونو راهیسی راواج لري، زردشت ته ایرانی پېغمبر هم وایي، ده ګاتاز (Gathas) په نامه سره کتابګی لیکلی دی چې د زردشتیانو دمذهبي کتاب اوستا (Avasta) یوه برخه ده.

د زردشت دمذهب او زردشتي عقایدو په هکله تاسې ګران لوستونکي کولای شئ، پوره معلومات زما د احقر په کتاب (د نړۍ مذهبونه او بنسټونه) کې مطالعه کړئ.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x