شعـــــرونه

د تيرې پنج شنبي د شپې مشاعره

ترتيب: شاکرجان هلمندي

د تيري پنج شنبې په شپه چي کومه مشاعره د عبدالرحمن محمود صاحب پر ديوال ترسره شوي وه ستاسو مخي ته يې ايږدو هيله ده چي شاعرانه تنده مو پري خړوبه کړى

که صورت د محمد ص نوى پيدا
خداى ج به نواى پيدا کړي دا دنيا

عرفان الله عرفاني
د کسرا قیصر ماڼۍ شوې ټولې ړنګې
تیارې لاړې رڼایي شـــــوه په هر خوا

احمدبريالى
نه نظام به دزمين واى پيداشوى
نه پر ځمکه به ادم واى نه حوا

محمدأنورخان
د دنيا په روز مره كارو يم ستڑی
خدایه مه مي كي خطأ هغه دنيا

احمدبريالى
داخلاقو مجموعه د هغه تن کى
شو په حسن داخلاقو مسما

سيدجمال وردګ
شاعرنيم خو دشعرسره مي جوړه
ګوندي شم د شاعرانو مقتدا

زاهدافغان
داحمـد محـمود محمد ص له برکـته
شــوه غالبه په تیارو سـپینه رڼــا

عبدالرحمن محمود
تري قربان ټوله د نيا أومافيها شه
محمد ص،دى د دارينو مقتــــدا

سيدجمال وردګ
لويه خدايه طالبان ته کړي کاميابه
چي حاکم کړي شريعت د پاک الله

قريشي جانان
شم قربان ستالہ خواژہ نامہ رسولہ
تاریکی دہ پہ سپین مخ کڑلی رڼا

سيدجمال وردګ
په هلمند و په قندوز بغلان مزارکي
کفر ړنګ شوه په هر خوا خوره رڼا

عبدالرحمن محمود
په راتلو دي سو جهان ټوله روښانه
په رښتيا سره چي يې خير الوراى

حمدالله دانشمند
ستا له ښکلي نامه ځار شم محمده! (ص)
ستا په ښکلي نوم ودانه د ښکلا!

شمس الحق غورځنګ
امیدوار دپه محشریمه حبیبه
گوندی وغواری کوثر غاڑے ته ما

حمدالله دانشمند
جهالت و، ناپوهي وه، تاریکي وه
!ستا ښکلا کړله نړۍ رڼا رڼا

زاهدأفغان
په دلبرمي ښايستونه تول تمام دي
په محبوب مي ختمه شوي ده ښکلا

حافظ امارتي
پرجهان باندی چی ستا دنورښکلاسوه
تاریکی یی کړي بدلي په رڼا

عرفان الله عرفاني
د اُحد، بدر ،حـــنین، په مـیدانو کې
يو ځای تا سره مـــلکو کړه غــزا

رشيدحبيب زئى
په رب وي ګران تر کل عالمه
چې ستایلی یې قران کې په طه

أحمدګل ريان
ستا له نومه صدقه شمه حبيبه
راته ګران يې له دنيا او ما فيها

توفيق عامر توفیق عامر
ستاله رحمه په ژوندیوکی حساب یم
کنه هیڅ وو دعامر ژوند په دنیا

ګلاب شاه
که ھر څومره زندگی پہ جھان وکڑي اخیر تلل مو دی لہ دی فانی دونیا

بيروج خان
چی په دین کی دی بدعت اوشر پیدا کړي
شفاعت نه به محرومه وي داستا

سيف الرحمن رحماني
همیشه شکر ګزار یم له پاک ربه
چي داخل یم په امت کي د پېشوا

رشيدحبيب زئى
چې ګمان یې وی ناسم ستا په اصحابو
هغه غرق دی په دنیا او په عقبی

عبدالواجدمدني
تا بخښــــــــــلی بیوزلو ته پناه
چی نه امن نه صله وه په دنیا

دادم عرفان
محمد د بی چاره وو چاره ګر دی.
محمد دی هر درد مند لره دوا

رحمت الله منيب
که ستا لمر مخی مخ په دنیا نه وای
نه شپه وه پیدا شوی نه سبا

سيف الرحمن رحماني
ګمراهي وه جهالت وو تیارکې وې
په راتګ دي شول ړانده ټوله بینا

ابومحمدحامد
په دنیاکی بل ښایست نشته حبیبه
که ښایست دی نوښایست دی همداستا

عبدالغفارذاکر
دلولاک تاج دى په سر دى محمده
ستا له رويه پيداشوى دادنياده که عقبا

حذيفه بدر
چی دنیاته کله راغی مصطفی (ص).
سرنگون شول لات٬منات اوهم عزی

احسان الحق احسان
دا عالم به تر هغو پوری اباد وي
چی ویونکې د الله وی په دنیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x