د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله محسوود دبیا وژل کیدو خبر ورکړ شو
نن ټکی آسیا: رویټر خبري اژانس رپوټ ورکړ چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا حکیم الله محسود د امریکايي بي پلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
دا لومړی ځل نه دی چې د نړیوالو خبري رسنیو لخوا د ملاحکیم الله محسود د وژل کیدو خبر ورکول کیږي .
رویټر خبري آژانس د نامعلومو استخباراتي سرچینو په حواله خبر ورکړ چې ښاغلی مسود نن د جمعې په ورځ د ډرون برید په وسیله د شمالي وزیرستان په ډرپه خیل سیمه کې له خپلو ۵ تنو ملګرو سره یوځای ووژل شو.
که د پاکستاني طالبانو لخوا د هغوئ د مشر حکیم الله محسود وژنه تائید شي دابه په پوځي لحاظ دهغوئ لپاره ترټولو لویه ضربه وي چې دوئ ورسره مخ کیږي .
ملا حکیم الله محسود ترهغه وروسته د پاکستاني طالبانو مشر وټاکل شو چې کله د ۲۰۰۹ کال د اګست په میاشت کې د پاکستاني طالبانو مخکینی مشر بیت الله محسود د بي پلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د یادولو وړده چې په سرحدي سیمو د امریکايي بي پلوټه الوتکې وروستی برید په داسې مهال تر سره کیږي چې پاکستاني چارواکي په ټینګه سره له واشنګټن څخه د دغو بریدونو د توقف غوښتنه کوي .