افغانستان

حصارک ولسوالۍ د طالبانو لاسته پرېوته

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۰مه ۱۳۹۵ل): له څو ورځو پرله پسې جګړو او خونړيو نښتو وروسته طالب جنګياليو د ننګرهار حصارک ولسوالۍ ونيوله.

ځايي خلک وايي، چې طالبانو د څو ورځو له پرله پسې نښتو وروسته تېره ورځ د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه شپږ پوستې او يوه پوځي قرارګاه نيولې وه او نن يې سهار وختي د ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه تر خپل واک لاندې راوست.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې د دوی جنګياليو تېره شپه ناوخته د حصارک ولسوالۍ مرکز او شاوخوا پوستې په بشپړه توګه نيولي، ګڼې وسلې او نور مهمات يې هم ترلاسه کړي دي.

د ملي امنيت پخوانی رييس رحمت الله نبيل وايي، چې طالبان د لوګر ازرې او د ننګرهار حصارک او شاوخوا نورو سيمو کې قوي فعاليت لري او دغه سيمې د پلازمېنې کابل لپاره ستراتيژيک اهميت لري او که کابل سقوط کوي، نو د ننګرهار حصارک او د لوګر له ازرې به يې کوي.

کارپوهان وايي، چې طالبانو په دې ورستيو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی او غواړي د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد بيلا بېلو ولايتونو کې د خپلې واکمنۍ لمن پراخه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x