شعـــــرونه

ای له نوره ډک دريابه!

نور احمد نعماني

ای له نوره ډک دریابه موږ ایمان پر تا راوړی
ته یې وحي یې پر جنابه موږ ایمان پر تا راوړی

آیاتونـه قرآني دي که مکي او مـدني دي
نازل کړي یې “وهابه” موږ ایمان پر تا راوړی

اوامر که نواهي دي جلالي که جمالي دي
یې موږ ټولو ته خطابه موږ ایمان پر تا راوړی

ستا په مینه باندي پایو ځکه تل مدام دي وایو
د “الله” د دین کتابه موږ ایمان پر تا راوړی

ته یې ډک له حکمتونو هم له پېښو تاریخونو
ته یې سوال او هم جوابه موږ ایمان پر تا راوړی

په حجــاز کې نازل شوې یې په مصر ویل شوې
هر قاري “ګلابه” موږ ایمان پر تا راوړی

صدقه شو له مینـي که مو توی شي پر تا ویني
توره لاس پښه په رکابه مــوږ ایمان پر تا راوړی

“نعماني” دی مي ملګری لکه ګل چي مي کرلی
ولاړو مصر ته په خوابه موږ ایمان پر تا راودی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x