
غزل/ رحمت الله منيب
رحمت الله منیب
ګلاب ګلاب ځواني ته يې پتنګ ګوته په غاښ و
د وینو خوشبویي ته يې لونګ ګوته په غاښ و
د عجز په میدان او د خالق په لوی دربار کې
دا لپې لپې زړه ته يې ملنګ ګوته په غاښ و
ارمان د پاکو هیلو يې خزان داسې سرکوب کړ
میده میده وجود ته يې آونګ ګوته په غاښ و
د ېوال د عظمتونو يې رقیب داسې ګډ وډ کړ
چې لوټي لوټي ژوند ته يې کولنګ ګوته په غاښ و
تاثیر د پاکو هیلو يې په وینو داسې پروت و
منیب ورته حیران د ګلو رنګ ګوته په غاښ و