ډرامه څنګه ليکل کېږي؟ – لیکوال: صدیق الله بدر

drama_camp_facesډرامه هم کیسه ده، خو ډارمه معمولا د اجرا کولو لپاره لیکل کیږي او کیسه د لوستلو لپاره. په کیسه کې ډیر څه توصیفیږي او په ډرامه کې ډیر ښه په خبرواترو یا عملونو کې وړاندې کیږي.

ډارمه ليکونکي؛ په عيني او عملي ډول خپل متن د صحنې پر مخ د ليدلو، اجرا کولو او انځورولو لپاره ليکي.

مکالمه یا ډیالوګ د ډرامې اصلي برخه جوړوي او له دې کبله په کار ده، چې ښه استحکام ولري، ځکه کېدای شي له يوې وړې تېروتنې سره دړې وړې شي. د ډرامې ديالوګونه معمولا لنډ او ساده وي، اوږده او پېچلي الفاظ د ډرامې د هدف د ښه درک کولو خنډ ګرځي. ادبپوهان د ډرامې د ډيالوګونو پر خوږوالي او محاوري انداز ټينګار کوي. خو په ډرامه کې تر هرڅه لومړی طرح یا پلاټ مهم توکی ګڼل کېږي. د ډرامې طرح؛ د متن د اساسي پیکرې سکلېټ دی. هرڅومره، چې طرح قوي وي په هماغه اندازه په لوستلو او اجرا کولو کې د متن کاميابي تضمينېږي. ليکوال باید د طرحې د قوت لپاره په طرح کې د علت او معلول اړيکي، د طرحې او په ډرامه کې د موجودو عناصرو فني جوړښت، د صحنو ترکيب بندۍ یا د پېښو رامنځته کولو، کرکټرکښلو او د ژبې ټاکلو ته توجه وکړي.

کله، چې د يوې ډرامې لپاره مو خپله طرحه چمتو کړله، په کار ده، چې د هغه داستان لکه د يوه واقعي تمثيل يا اجرا لپاره هغه پخپل ذهن کې پلي کړو. طرحې ته د ډرامه يي جوړښت ورکولو لپاره بايد ځينې مرحلې عملي شي. ډرامه ليکونکي په دې نظر دي، چې دغه طراحي له يوې مقدمې سره پیلېږي او له کرکټرکښنې، غوټه ورکولو، تلوسې، ټکر او اوج سره پر مخ ځي او له يوې پايلې سره پای ته رسېږي:  

مقدمه:

لیدونکو ته د لومړنيو معلوماتو ورکول، د ډرامې مقدمه یا سریزه ده.  په پښتو ادبیاتو کې دې مقدمې یا سریزې ته پیژندګلو هم وایو. کله کله دغه مقدمه له يوې پيښې سره پيلېږي او دا هغه څه دي، چې د لیدونکو حس ته ټکان ورکوي او هڅوي يې، چې ټول داستان تعقيب کړي، خو په مقدمه کې نبايد، چې داستان د ډرامې د افشا کېدو سبب. که څه هم کله کله له دې وېرې يو شمېر ليکوال له مقدمې صرفنظر کوي، خو دا کار بیا د سردرګمۍ سبب کېږي. پخوا دود داسې و، چې راوي به د داستان د مقدمې يوه برخه ويله او بیا به يې د دې ټکي په ويلو سره، چې دا هم تاسو او دا هم د ډرامې پاتې پېښې؛ له صحنې نه به ووت.

کرکټرکښنه:

په ډرامه کې تر ټولو مهم اصل کرکټر دی، ځکه هغه دی، چې ډرامې ته روح وربښي. ليکوال باید په ليکلو کې له ښې کرکټرکښنې څخه استفاده وکړي. البته دلته باید د کرکټر ټول اروايي، فزيکي، اعتقادي، فرهنګي، عاطفي او ټولنيز اړخونه په يو بشپړ تناسب کې په نظر کې ونيول شي. دا کار د دې لپاره کېږي، چې ليدونکي له هغه سره په ښه ډول اړيکه ټينګه کړي. د دې کار يوه ګټه دا هم ده، چې لوبغاړی په ډرامه کې خپل ځان پېژني او په دې ډول خپل رول ښه لوبولای شي. په دې برخه کې د کرکټر اروايي ځانګړنه ډېره ونډه لري. ځکه ليدونکي د لوبغاړي د ډيالوګ، د غږ تون، ژستونو او بدني حرکتونو، ودرېدو، تګ او د څېرې د حالاتو په لیدو د هغه په اړه قضاوت کوي.

د کرکټر پېژندنې په لړ کې ليکوال دې پوښتنو ته ځواب ورکوي، چې: دا کرکټر څوک دی؟ څه ډول سړی دی؟ له کومه راغلی، د ډرامې له داستان سره څه اړيکه لري؟ ولې يې حضور پیدا کړی؟ د هغه غوښتنې او اهداف څه دي؟ د هغه کړنې او فردي خصوصیات څه ډول دي؟ ستونزه يې څه ده؟ څه ډول له ستونزو او خنډونو راوزي؟

غوټه:

د دې لپاره، چې ډرامه له يوخېل والي وباسو او لیدونکي له هیجان سره مخ کړو؛ باید په ډرامه کې غوټه اچولو ته پام وکړو، خو مهمه دا ده، چې دا کار څه وخت او څه ډول وکړو. البته دا غوټې بايد د ډرامې د هدف په  بنسټ وي، چې کرکټر د هغه د ثابتولو لپاره هڅه کوي او ډېر خطرونه په کې زغمي. هره ډرامه يو يا څو غوټې ولري. ليکوال په لومړۍ غوټه کې له کرکټر سره د داستان په پرمخ بېولو کې مرسته کوي. کله هم، چې ډرامه له روان حالت نه وځي، د اصلي غوټې د پیاوړتيا لپاره باید يوه بله غوټه رامنځته شي. دا غوټې بايد یو له بل سره بې ارتباطه نه وي او په اسانۍ سره خلاصې نه شي، غوټې بايد کرکټر مجبور کړي، چې د هغه خلاصولو لپاره ځان تېرېدنه ښکاره کړي او ستونزې وزغمي.

تلوسه:

تلوسه د غوټې مالګه ګڼل کېږي. ويل کېږي؛ څومره، چې تلوسه زیاتيږي، هغومره ورسره د ډرامې هيجان زیاتېږي. تلوسه هغه شېبه رامنځته کېږي، چې د ډرامې يو کرکټر په يو غټ او برخليک جوړوونکي تصميم کې دوه زړي توب سره مخ کېږي، مثلا لاړ شي يا نه؟ دا کار وکړي يا نه؟ دعوا وکړي او که نه؟ قتل وکړي که نه؟ او…  

ټکر او اوج:

وروسته له هغه، چې تلوسه رامنځته شوه او کرکټر خپل تصميم ونيو؛ هغه له ټکر سره مخامخ کوو. اوس زموږ کرکټر يو هوډ او هدف لري، چې هغه ته د رسېدو لپاره باید له دغو خنډونو واوړي. ټکر په دوه ډوله: مکالمه يي او فزيکي ډول رامنځته کېږي. کېدای شي ټکر دروني وي او انسان له خپل وجدان او نفساني حالاتو او… سره په کشمکش کې وي، يا انسان له انسان سره، انسان له ژويو سره، له طبيعت سره او يا… سره په کشمکش کې وي، خو دا ټول بايد د مقدمې، مقابلې، اوج او پای مرحلې ترشا پرېږدي. ټکر د ډرامې تر پایه دوام لري ترڅو د کرکټرونو برخلیک څرګند شي.

پايله:

کله، چې ټکرونه پای ته رسي، مساله پخپله روښانيږي او هرڅه مشخص کېږي، ټولې غوټې پرانستل کېږي، ليدونکي د خپلو پوښتنو ځواب مومي او د هيڅ ډول شک او ابهام ځای نه پاتې کېږي.     

له لويه سره ډرامې په دوه ډوله ترسره کېږي: ستېژ ډرامه او راډيويي ډرامه.

ستېژ ډرامه؛ د ستېژ پر مخ اجرا کېږي او د کرکټرونو د ظاهري او دروني حالاتو څرګندونه په کې ډېر مهم دي.

راډيويي ډرامه؛ په دې ډول ډرامو کې غږ ډېر مهم دی او کرکټر د خپل غږ په وسيله خپل ټول حالات راته بیانوي.    

د جوړښت له مخې ډرامې په اووه ډوله وېشل شوي دي:

۱- کمېدي ډرامه: هغه ډرامې دي، چې د داستان موضوع يې خندوونکې او خوشالوونکې وي.

۲- ډارم: که د ډرامې د داستان موضوع داسې وي، چې کرکټرونه په کې د واقعي ژوند انځور وړاندې کړي، هغه ډرام ويل کېږي.

۳- ملو ډارم: کېدای شي ډرام د کمېدي خواږه او اساس هم ولري، چې په دې ډول هغه ملو ډرام بلل کېږي، کله دغه مساله د ډرامې د ښه پای په توګه رغښت مومي.

۴- تراژيدي: که چېرته ډرامه ډېرې غم لړلې پېښې لکه: د پلار، ورور، زوی او… مرګ نندارې ته وړاندې کړي؛ د تراژيکو ډرامو په لړ کې راځي.

۵- طنز: کله کله کمېدي ډرامې د پیام لېږدونکې هم وي، چې امکان لري تريخ يا نېښ وهونکی وي؛ دغه ډرامې طنز دي.

۶- هجو: که چېرې ډرامې د کمېدي او طنز د حالاتو په بیان کې د افرادو او یا موضوعاتو د مسخره کولو په دام کې ولوېږي، دا ډول ډرامې د هجو ډرامو په ډله کې حسابېږي.

۷- لغو(بېهوده خبره): طنز او هجوي ډرامې، چې په بې بندوباره ډول کورني او غير اخلاقي مسايل مطرح کړي، د لغو ډرامو په ډله کې راځي.

لیکوال: صدیق الله بدر

http://www.lawang.blogfa.com



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.