نظــر

د اندړو ویر او د فيسبوكي اربكيانو بي منطقي

د اندړو ولسوالۍ د تېرې يكشنبې ورځې غم لړلې پېښه چې د ورا يو موټر د ځمكني ماين ښكار شو، ۱۸ تورسرې او ماشومان پكې شهيدان شول، د فيسبوكي اربكيانو لپاره يې ښه د تبليغاتو زمينه مساعده كړه.

دا غم لړلې پېښه په حقيقت كې يو ستر جنايت دى، خو اربكيانو تر پيښې يو ساعت وروسته د دغه جنايت په مقابل كې يو بل جنايت تر سره كړ، د حبيب ګوډولو كلي يو بيګناه زلمكى د خداى بښلي پلار يواځينى زوى يې د خپل تره له كوره وايست،

د يادې پېښې تور يې ورباندې ولګاوه وروسته يې په ډېر وحشيت د صاحبخان په كلي كي تر وهلو ډبولو لاندې شهيد كړ.

فيسبوكي اربكيانو لومړى جنايت د طالبانو كار وباله او شهيد محمد آصف يې طالبانو ته مربوط كړ، د ايښودل شوي ماين پړه يې هم د همدغه شهيد پر غاړه واچوله، ورسره يې دا ادعا هم وكړه چې له نوموړي سره د ماين ريموټ او وسله هم نيول شوي دي.

له دې ورها خوا يې زلمكى شهيد، محمد آصف د ملا محمد اصف په نوم ياد كړ، لومړى به د فيسبوكي اربكيانو څو جملې داقتباس په توګه را واخلو او ورسته به د نوموړي شهيد ژوند بيان كړو، فيسبوكي اربكيانو ليكلي دي: ((Majeed Qarar  الحمدلله، د صاحبخان د کلي د واده د ورا موټر ته بم اېښودونکی طالب د کلیوالو لخوا ریموټ په لاس ونیول شو، او تر دبیو او لرګیو لاندې په شنیع او لایق مرګ مردار کړای شو.)) په ورپسې تبصره كې ليكي: ((Majeed Qarar  ملا آصف نومېده. د شېرخان زوی، د نیږدې کوم کلي و)).

د پورتني فيسبوكي اربكي په لسګونو پلويانو هم ورته تبصرې كړې دي، خو دا مو په دې خاطر د نمونې په توګه را وخستې، چې نوموړى ځان د پوهې خاوند بولې، يانې د فيسبوكي اربكيانو سرلارى دى.

د زلمكي شهيد محمد آصف ژوند او د ورا پر موټر د بمي چاودنې په اړه څو ټكې:

د پلار يواځينى نارينه ګل ۱۸ كلن شهيد محمد اصف، د حبيب ګوډلو كلي اوسيدونكى، د مرحوم شېرخان زوى، چې په ډېر وړكتوب كې يې د پلار سيورى له سره لري شو، د خپلې مور او ماما پر مټ د زلميتوب تر مرحلې ورسيده، ژوند يې په خورا نيستۍ كې تېريده، نوموړى چې درې كه څلور خويندې لري، شاوخوا يو نيم كال مخكې يې موركۍ ورته واده هم وكړ، اوس يوه وړه لور هم لري، خو تېر كال په همدغو شپو كې يې د موركۍ سيورى هم له سرې لرې او محمد آصف له خپلې ميرمنې او وړكى لور سره پاتې شو.

محمد آصف د نيستۍ له وجې د خپل تاند عمر ډېره برخه په پردۍ مزدوري كې تېره كړه، تر تېر شوي لوى اختر مخكې يې هم په كابل كې روزانه كوله او يوه ګوله حلاله روزي يې ګټله، په ورستيو كې يې د كابل په ارزان قيمت سيمه كې د نانوايى يو وړوكى دكان جوړ كړ، مخكې تر دې چې دكان پرانيزي تر لوى اختر يوه اونۍ مخكې كلي ته ولاړ، د نوموړي يوه ملګرى وايي: نوموړي ته مې هر څومره په كلي كې وويل چې ولې دې دكان ته نه ځې؟ خو ده ويل. د نانوايي كار په يوه نفر نه كېږي، يو څوك پيدا كوم چې را سره ولاړ شي او نانوايي مې خلاصه كړم. له همدې امله نوموړى تر اوسه په كلي كې و.

كه څه هم محمد آصف هيڅ تعليم نه و كړى، ځكه نوموړى په ډېر وړكتوب كې د پلار له سيورې بې برخې شوى وى، ټول وخت يې خپل كور ته د يوې ګولې ډوډى پيدا كولو لپاره په پردى مزدوري كې تېر كړ، خو كه تاسو د قرار په نوم فيسبوكي اربكي تبصرې ته ځېر شئ، تنكى شهيد، محمد آصف يې د ملا محمد آصف په نوم ياد كړى دى.

د ورا پر موټر چاودنه چا كړې؟

۱- دا چې د ورا پر موټر د ماين چاودنه د حبيب ګوډلو او صاحبخان تر منځ په لاره كې وشوه، دا دواړه كلي د اربكيانو اصلي مركزونه دي او له ولسوالى څخه هم دا سيمه شاوخو يو كيلومتر واټن لري، نو هلته د طالب ورتګ ډېر ناممكن دى.

۲- هيڅ كوم انساني مغز دا خبره نشي منلى چې يو څوك دې دومره سخت زړى شي، چې د ښځو او ماشومانو پر موتر دې د ريموټ كنټرول بم چاودنه وكړي!

۳- كه دا چاودنه په طالبانو پورې تړله كېږي او دليل يې هم دا را وړل كېږي چې دا واده د اربيكانو مربوط كلي و، نو پوښتنه دا ده چې دا موټر خو د پناه له كلي څخه بېرته د صاحبخان كلي ته روان و، يانې ناوې يې راوړې وه، او د پناه كلى د طالبانو اصلي مركز دى، نو كه طالبانو غوښتلاى چې بيګناه ښځې او ماشومان يې وژلي، ولې يې همالته په پنا كې ټول نه وژل؟

له دېنه ښكاري چې د ښځو او ماشومانو پر موټر چاودنه په ولسوالۍ كې د ميشتو امريكايي سپشل فورس امريكايي يرغلګرو كار دى، ځكه دوى غواړي په سيمه كې د عامو خلكو ذهنيت په دې او همدې ته ورته پيښو له طالبانو څخه واړوي، او د طالبانو پر وړاندې د خلكو په اذهانو كې نفرت وزېږوي.

لیکوال: صدیق شاهین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x