دیني، سیرت او تاریخ

ستر او حجاب/ ابو حمزه جوزجاني

 ابو حمزه جوزجاني

ستر :

ستر په شرعي اصطلاح کې د عورت پټولو ته وایي د نر عورت له نامه [نو] نه بیا تر ځنګونو پوري او ښځه ټوله عورت ده پرته له مخ ، د لاسو او پښو له خپړو نه.

که د یو چا عورت لوڅ وي او یا د عورت د یوه اندام څلورمه برخه ښکاره شي مثلا د ښځي د غوږ یا غاړي یا وېښتیانو څلورمه برخه ښکاره وي نو لمونځ يې نه صحیح کیږي.

حجاب :

حجاب هم فرض دی.

د نامحرمي ښځي مخ ، پښو او لاسو ته کتل له ضرورت پرته حرام دي ، همدا راز نامحرم نر ته کتل هم حرام دي ، د نامحرمو انسانانو خپل منځي اړیکي ساتل ، مجلسونه کول ، په یوه دفتر یا کارځای کې یو ځای کار کول دا ټول حرام دي.

شرعي محرم :

شرعي محرم لکه پلار , اکا , نیکه , ماما , ورور, وراره, خورییئ, زوی , لمسئ, که رضعي وي یا نسبي لنډه دا هغه چې یو له بل سره ابدي نکاح نشي کولای .

غير محرم :

غیر محرم لکه د اکا زوی , د ماما زوی , اخښئ , لیور, او داسي نور . . .

د جامو اړوند :

په شریعت کې د نر او ښځي د جامو لپاره هم خپل خپل اوصول ایښودل شوي دي مثلاً جامې به ډیري تنګي نه وي چې اندامونه پکښي معلوم شي لکه پتولون او نور

جامي به ډیري نازکي نه وي لکه جالۍ ، ډېر به شفاف هم نه وي چې بدن ورڅخه معلوم شي لکه پلاسټک او نور

پورته ذکر شوي ټکي د نر او ښځي دواړو لپاره لازمي دي .

بېلوونکي ټکي:

ښځه به په داسي لباس کې د کور د باندي نه وځي چې د خلګو د توجه وړ وګرځي لکه ښائسته کالي اغوستل ، خوشبویي[عطر او نور] لګول ، د غاړګۍ ، بنګړو، پايزیبونو او نورو شيانو چې شرېنګی کوي استعمالول يا داسي چادري پر سر کول چې ځوانه یا ښائسته معلومه شي . . .

لنډه دا چې ښځه که د شرعي ضرورت په خاطر د کور د باندي وزي نو زاړه کالي به اغوندي چې د چا فکر او نظر ور وانه وړي او که چیري په کور کې نر نه وي څوک دروازه وټکوي دروازي ټکولو والا ته په تونده او ترخه لهجه جواب ورکول نه په نرمو او پستو خبرو

بايد ډېر کوښښ وشي تر څو له غيرمحرمو نه ستر وشي او حجاب د اسلامي شريعت د امر مطابق په تن شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x