نظــر

دالهي شعایرو بی حرمتي الهي عذاب ته بلنه ده

دکتور عبد القاهر عابد

د تیرو اسماني کتابونو پرتله دقرآن کریم ځانګړنه او خصوصیت دادی چې دټولو علومو او معارفو منبع او معدن ګڼل کیږي.

دقرآن له نزول نه تراوسه پدې نږدې (۱۴) پیړیو کښې چې نړی کوم علمي پرمختګ کړی او لا يي کوي، دهماغه مسیر تداوم او استمرار دی چې نظریه يي بې له شکه قرآن کریم وړاندې کړی.

دمسلمانانو په لاس دغه پیل شوی علمي بهیر چې دادی دهوا تسخیر ته یي لار موندلې، او لا معلومه نده چې نور به څونې پړاوونه ووهي، دقرآن کریم د همدې آیت لاندې راځي چې 🙁 وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ).

په انساني عقل کښې چې الله تعالی دکومو علمي نوښتونو او ابتکاراتو ملکه او استعداد پیدا کړی، ورسره سم یې هغه ته دښې او بدې لارې په انتخاب کښې دفکر کولو لپاره وخت او دهغې قوت او طاقت هم ورکړی.

له همدې امله دقرآن کریم په اړه څیړونکو او مفسرینو ویلي چې دقرآن کریم په علومو کښې یو یې د (اعتبار او تاویل) علم دی، پدې معنا هغه کیسې او تاریخي سرګذشتونه چې قرآن کریم پکښې دتیرو قومونو او ملتونو یادونه او حالات رانغښتي دي، باید دهغې لاملونه دعقل په ترازو له تول وروسته داعتبار وړ عنصر په توګه داسې ومني چې خپل اوس پرې له هغه لیرې ماضي سره وتړي، او په رڼا کښې یې ځان ته سالم مسیر وټاکي؛ څو ټولنه دده دناوړه کړنو له امله دناسم انجام په سرنوشت اخته نه شي.

پدې کښې شک نشته چې دافغانستان مجاهد ملت دنړیوال کمیونستي استعمار په وړاندې چې کوم شهامت او سرښندنه دتاریخ په پاڼو کښې ثبت کړه، دبشري ټولنو په تاریخ کښې بیخي بېسارې سرښندنه وه، او وي به.

دا هم باید ومنو چې ددې غیور ملت ددې بیسارې مبارزې وروسته کومې ناوړه پایلې چې مخې ته راغلې پریکنده رول پکښې ددې مبارزې دقیادت کمزوري، او بې کفایته رهبري وه، چې تر ټولو زیات تاوان یې اوس خپله ددغه سپیڅلي او مقدس جهاد اصیل بچیان پریکوي.

ولې دا به له انصاف او سالم عقل له قضاوت نه ډیر لیرې وي چې ددې ټولو ناوړو پایلو پړه پر جهاد، اسلامي ارزښتونو او په ټوله کښې په اسلامي نظام واچول شي. او دملامتې ګوته یوازې هغو کسانو ته ونیول شي چې یو سپیڅلي ارمان ته درسیدا په موخه يې دجهاد سنګرونه تاوده ساتلي وو، او نړې ته یې عملا وښوده چې داسلام ددفاع په لاره کښې دغه مقدس جهاد اوس هم له همغو الهي مرستو برخمن دی؛ کوم چې داسلام په پیل کښې ترې برخمن وو.

جهاد خپلې ګټورې پایلې له ځانه سره لرلې، او هغه دا چې:

کمیونیزم په نړیوال ډګر کښې له صحنې ووت، دکمیونستي استعمار ایډیالوجیکه او سیاسي نقشه او جغرافیه یې تغیر کړه.
دانساني ښیګڼو په نوم دغه غولونکی اقتصادي مذهب يې رسوا کړ، او داسې یې رسوا کړ چې په خپل اصلي ټاټوبي لیننګراد کښې يې پیروانو دکرکې او نفرت لاړې پرې توکړې.

دنړی په مظلومو ملتونو کښې یې دخپلواکی او ازادی روح پو کړ، دافغانستان په شمول دنړې ټولو هغو بیعقلو ته چې دمادي وسایلو په وړاندې يې دالهي قوت له غالبیدو غافله کړیوو، دا پیغام ورکړ چې، که دټولنې له متن څخه یو موټی دمتین عزم او کلک هوډ لرونکي ځوانان راپورته شي، او په ټولنه کښې دتغییر او بدلون راوستلو لپاره مټې راونغاړي، بری او فتحې به يې قدمونه ښکل کړي.

پورته ټولې پایلې؛ یعنې دکمیونستي نظریي ماته چې په حقیقت کښې دنیمې نړې ماته بلل کیږي، داقتصادي او نظامي پلوه غښتلي پر روسي بلاک دالهي نصرت په ملتیا دتش لاسو مجاهدینو بریا او غالبیدل، په ټولنه کښې دبدلون په موخه دراپورته شویو ځوانانو دفتحې ارمان پوره کیدل دا ټول دجهاد په عظمت او سپیڅلتیا څرګند بدیهي دلایل دي چې یوازې بیعقل او داسلام سره کرکه لرونکي انسانان به ورڅخه انکار کوي، ولې دسالم عقل لرونکي انسانان یې بیا دمقدس جهاد فطري نتیجه بولي.
لدې امله چې اسلام یو فطري دین او دژوند نظام دی یقیني ده چې بقا او پایښت به یوازې دهمدې نظام په نصیب وي، او ددنیا دفاني کیدو او زایلیدو تر وخته به یې مخلص پیروان تل له هغو حرکتونو سره لاس وګریوان وي چې ددې سپیڅلي دین دمقابلې لپاره وخت پر وخت کله په یو او کله په بل نوم راپورته کیږي، او هدف يې یوازې ددې دین کمزوري کول او له منځه وړل دي.

دانساني فطرت سره داسلامي اصولو دتوافق بدیهي او روښانه دلیل لدې پرته نشته چې داسلام له پیل څخه تر نن بې شمیره نظريي او مذهبونه ایجاد شول، دیوې لنډې مودې لپاره یې په دنیا کښې شورماشور او انقلابونه پورته کړل، سلطنتونه او امپراتوری يې قائمې کړې ولې لکه څرنګه چې په شور او ځوږ راغلل همداسې رسوا او ذلیله له خاورو سره خاورې شول، او اسلام او پرې ولاړ پیروان يې لا شته او وي به، ځکه دا ددې فطري دین درالیږونکی رب -چې د مطلق قدرت او واک څښتن دی- وعده ده ؛ چې ما دغه دین درلیږلی او یوازې زه به ددې حفاظت او ساتنه کوم، هغه ذات فرمايي 🙁 إنا نحن نزلنا الذكر وإنا له لحافظون ).

لیرې نه ځو، داسلامي خلافت دسقوط راوروسته دفرانسویانو، جرمنیانو، بریطانویانو، روسانو زور او قوت خلکو ولید، په ډیر قوت راغلل خو اوس يې اوازونه غلي دی، پدې کښې تر ټولو ستر ابرځواکونه يې بریطانویان او روسان وو، خو دمسلمانانو ځورونه او داسلامي شعایرو پورې ملنډې يې نه یوازې دوي دهلاکت او بربادی پر کندو ورسم کړل بلکې ددوي پیروان یې هم په هر زاي، او دهرچا په سترګو کښې ذلیل او رسوا کړل. ځکه داسلامي شعایرو بې عزتي او توهین دهماغو په توهین او ذلت تمامیږي چې داسلام دشعایرو توهین يې خپله دنده ګرځولې وي.

مونږ ولیدل هغو بې دینو کمیونستانو چې په افغاني مذهبي ټولنه کښې يې دملا، عالم، مسلمان، لمونځ، او ددې ترڅنګ داسلامي او دیني مقدساتو سپکاوی او بې حرمتي کوله، که څه هم هغه مهال دنړی ستر قوت روسان يې مرستې ته راغلل، ولې دتش لاسو مسلمانانو په لاس یې سرنوشت مونږ او تاسو ټولو ولید.

همدا راز دهغو نا ځوانو مشرانو انجام هم له چا پټ ندی چې ددې سپیڅلي جهاد، او ددې جهاد تر شا دولاړ پاک نفسو او مخلصو هیوادوالو له پاکې قربانی يې ناوړه ګټه پورته کړه، او ددې پر زای چې ددې ولس ارمانونه پوره کړي، دخپلو شخصي ګټو په فکر کښې شول، او دغه ویاړلی جهاد او دولس مقدسه قرباني يې دخپلو هوسونو ښکار کړه.

د ۹/ ۱۱ را وروسته افغانستان ته دامریکایانو راتګ چې ورسره نړی هم دژورو بدلونونو شاهده ده، او له بده مرغه تر دا مهاله دمسلمانانو غفلت او هم دقیادت تشه ددې لامل ده چې دروانو حالاتو پایلې په ښکاره توګه دمسلمانانو په ګټه ندي. افغانستان څرنګه چې داسلامي امت نه جلا کیدونکی جز دی، دروانو حالاتو په وړاندې دزیاتو تاوانونو ګالونکی دی، خو باید پوه شو چې دتحول او بدلون حقیقي واک یوازې او یوازې دزمکو او اسمانونو درب سره دی، او یوازې هماغه ذات ددې روانو حالاتو په راتلونکو نتایجو، او ترشايې په پرتو حکمتونو پوه او خبر دی.

هغه ذات چې بریطانویان، روسان او دمعاصرې نړې نور ستر ستر قوتونه دنړې له سیاسي نقشې حذفولی او ورکولی شي پدې هم قادر دی چې دناټو فرعوني قوت له خاورو سره خاورې کړي، خو ترڅنګ يې لوي شرط دادی چې مسلمانان هم په ریښتینې توګه مسلمانان شي.

هو، هغه څه چې مونږ يې دحس او مشاهدې په مټ احساسولی شو، هغه دا چې که له یوې خوا ټوله کفري نړی دناټو دمشری لاندې دافغانستان په شمول دنړی دمسلمانانو دټکولو لپاره یو موټی او یوه خوله شویدي، او بل لورې ته دمسلمانانو ضعیفه، ناتوانه یو محدود ټولی دی چې داسلام دننګ په خاطر ددې فرعوني خویه لښکرو په وړاندې مقاومت کوي، او وینو چې دناټو او په سرکښې دامریکا هغه برم او قوت چې دغه پنځلس کلونه پخوا وو، اوس ترډیره له خاورو سره خاورې ښکاري.
خو افسوس ددې ګران هیواد دځینوهغو بې عقلو په حال چې نه يې دروسانو له ماتې عبرت واخیست، نه داسلام په عظمت له زړه نه قانع شول، پرون دروسانو په چوپړ کښې اسلامي شعایرو ته دتوهین له امله رسوا شول، خو نن بیا دامریکا او ناټو دظاهري قوت له امله پر هماغه پرونی پرسوده، ناچله او له عقل نه پر لیرې لار روان دي. ورځه دوي خو یا هماغه ماته خوړلي اسلام دښمنه کمیونستان او یايې پاته شونی اولاد دي.

خو زیات تعجب دهغو ځوانانو په حال دی چې یا د مهاجرو کورنیو ته منسوب دي، او یا دملایانو زامن دي. داسلام دشعایرو، جهاد او مجاهد پسې یې را اخیستی، چې سړی حیران شي څومره دکفري طاقتونو ظاهري قوت او دولت ددوي پر عقلونو پردې راوستي دي.

دغه ډول ځوانان بیا دپخوانیو کمیونستانو او دهغوي له زوزات څخه څو ګامه دالهي شعایرو په توهین او سپکاوي کښې مخکښې دي.

اوددې پرځای چې خلکو ته دهجرت، جهاد او مجاهد اړوند سم او صحیح تصور ورکړي، په لیکنو او بیانیو کښې يې ناسم تصور ورکوي، او که دنړی په هر کونج کښې هره پیښه رامنځ ته کیږي، که په هرځای کښې وي، پړه په اسلام ور اچوي، چې بې له شکه دغه ډول کارونه الهي عذاب ته ښکاره بلنه ده، او په اړه يې دانسان فکر او عقل هغه مهال زای ته راځي چې یا دنیا کښې پرالهي عذاب اخته شي، او یا له مرګ وروسته؛ ولې ورسره مخ کیدل او پرې اخته کیدل حتمي دي.
نو ددې پر زای چې دغه ډول خلک او په ټوله کښې ځوانان خپل فکرونه او قلمونه داسلام ضد حرکتونو په خدمت کښې له پوهې یا له ناپوهی وقفوي، باید داسلام دمقدساتو او اسلامي ارزښتونو اړوند دخلکو دافکارو په سمونه او اصلاح کښې يې مصرف کړي.

او خلک پوه کړي چې اسلام او اسلامي اصول له ټولو هغو عملونو څخه بیزاره دی چې لدې نامه ناوړه ګټه اخلي. او څرنګه چې داسلام سره جنګیدونکي دښمنان له یقیني او رسوا ماتې سره مخ کیږي همدا رنګه داسلام په نامه دتجارانو، او داسلامي مقدساتو دتوهین کونکو انجام هم دربویه. فاعتبروا یا أولي الأبصار.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x