شعـــــرونه

د ننگيالو هوډ/ قتيل خوږياڼی

قتيل خوږياڼی

دغه مينه مينه خاوره دا غزل غزل جهان مې

دغه وينه وينه زړه مې دغه تن مې دغه ځان مې

دا د ژوند شهيده هيله د بقا لار كې سرلوړې

دا د بيټ نيكه سندره دا غورځنگ د پهلوان مې

د ظلمت تورې لوخړې دي د تورې لمر څېرلي

د ملالې پاك پړونى د ټوپونو نرميدان مې

دا د نر مېړه سلگۍ مې چې خندا خندا كې لاړه

ترينه ځار ترينه لوگى شه دا هستي مې دا روان مې

هلته پاس د زور كوپړۍ كې د خالد بابا گوزار دى
دغه هوډ د ننگياليو دا غيرت مې دا ايمان مې

دا غيرت غيرت وطن مې هره لويشته يې همت دى

د “قتيل” د ژوند ټاټو بى له مېړانې ډك داستان مې

(عبدالروف قتيل خوږياڼى)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x