ټولنیزه برخه

مينه څه ده؟

د مينې، محبت، حسن او ښكلا لوى څښتن انسانان له ساكت حالته تحرك ته وړاندې كړي او پر ټولنيزې ودې او هڅې يې ټينګار ته خپل نازولي پر حكم كولو اړ ګڼلي دي او كه نورې هڅې تر سره شي هغه به ګناه وي.

 د نړۍ انسانانو مينې ته تر دې دمه ډېرې معناوې وركړي او مونږ هم ډېرې ليكنې او يا كتابونه د مينه په  اړه لوستې دي.

خاتم الانبيا حضرت محمد ص د مينې پر بنسټ انسان د انسان هېنداره نومولى او د انسان ټولې كړنې يې د معاملاتو او عباداتو په كړيو كې د حكم وړ كړي دي. همدا لامل دى، چې  انسان له خداى، رسول او قران سره مينه لري او  پرته له دې مېنې ورته ژوند نيمګړى او دوزخ ښكاري.

مينه له خداى سره په دي معنا ده، چې د هغه ټولو احكامو ته په درنه سترګه وګورو او د اسلام په لار كې له خپله ځان، مال او اولاده تېرشو.

 له رسول الله ص سره مينه يعنې هغه لارښوونې، چې د خداى رسول مونږ ته كړي پرې بايد ټينګ اوسو او هغه شيان يې چه د خداى له طرفه په مونږ حرام ګرځوليي ترې ځان ليرې وساتو او هغه ځېزونه يې چې حلال ګرځوليي هغه د اسلام په چوكات كې عملې كړو.

مينه له قران سره يعنې د قران لوستل، نورو ته ښودل او  هغه كارونه چې د انسان دين او دنيا پرې ښكلې كيږي پرې عمل وكړو او له بدو كارونو  ځان وساتو. يعنې كوم كار چې د انسان د تباهي، بدبختې او په ژوند كې د ګړاوونو سبب كرځې بايد ترې ډډه وشي.

بل دا چې مينه يواځې له انسان سره نه  بلكې هر څوك كولى شې له هر چا سره مينه وكړې. لكه مور، پلار، وطن، ښوونځى او  داسې نور.

مينه له زړه پرته د بدن له نورو غړيو سره كار نه لري او د مينې ټول مثبت او منفې اغېزې  زړه  اغېزمنوي.

مينه  هغه جګړه ده چې پيل يې اسان،  پاى يي ستونزمن  او هېريدل يې ناشونى  كار دى ځكه مينه له هيڅ شې سره نه مقايسه كېږى او هيڅ شى د مينې په څېر دقيق او لطيف نه دى.
څومره چې مينه خوږ ده هومره ترخه هم ده .كه يو څوك خپله مينه لاس ته راوړى نو ټول عمر به له خپلې كورنې سره خوشحاله وې او كه يو كس په مينه كې ناكام شې نو د ګل ارزښت لري . لكه ګل چې  له بوټې بيل شي څه موده تازه وې او ښكلا لري خو  وروسته مړاوى كيږې او انسان هم داسې ښكاري لكه چا ، چې زبېښلى  بې حاله وي.

هو!  كله چې مينه ترې لاړه شې نو ماشوم شي په ښه او بده نه پوهېږي او بيا يې خلك ليونى بولي. مينه هغه وخت غښتلي كېږي چې انسان په مينه كې له كړاوونو سره مخ شې او په نره يې وګټي.

 د پخوانۍ زمانې مينه له اوسنې مېنې سره چې په روسي، هندې ، فرانسوي او امريكايي  فلمونو او ډرامو كې وړاندې كېږي له حقیقي او پاکې مينې سره ځمكه او اسمان توپير لري ځكه چې هغه مينه انسان د فحشا او ناخوالو خواته كاږى. او مسلمان بايد له دې بلا څخه ځان لري وساتي.

جاوید حیدرزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x