شعـــــرونه

غزل/ ابراهيم صياد

ابراهيم صياد

مستې مستې لیونۍ په ارمان لاړې
قافلې د ازادۍ په ارمان لاړې

د حالاتو سخت طوفان پسې اخیستې
ستړې هیلي د کیدګۍ په ارمان لاړې

مات هډونه یې پراته وه په ګړنګ کې
شپنې ګوتې د شپیلۍ په ارمان لاړې

له ګلاب او له نرګسه ښایسته وې
انقلابه څه ځوانۍ په ارمان لاړې

پسرلي ته دې سپړله خوږه غیږه
ګله څومره د خوښۍ په ارمان لاړې

چې د سولې لمر را پورته شي صیاده
ډیرې شپې ددې ښادۍ په ارمان لاړې

ابراهيم صياد

ازادۍ

لا په حریم دې انګریزان ګرځیږي
لا په کوڅو کې یهودان ګرځیږی
وطنه څنګه دې ازاد وبولم
چې په سینه دې کافران ګرځیږي

په رڼا ورځ چې د ټیکټر غږ اورو
لکه د ټانګ، هلیکفتر غږ اورو
په ساړه ژمي کې خولې خولې شو
په خوب ویده یو د خطر غږ اورو

ژوندی میثال یې دیارلس مړي ګوره
په پکتیکا کې له یوه کور ووتل
ویلې دلته طالبان اوسیدل
ان ماشومان یې په دې تور ووژل
ملا امام هم حق ویلی نشي
څوک لا منبر ته جګیدلی نشي
په نیمه شپه یې تر زندان رسوي
خلک ګونګيان شو غږیدلی نشي

وایه اوس څنګه ازادۍ ولمانزم
دا ازادۍ که غلامۍ ولمانزم
دا هدیره کې ټول پردو وژلي
وایه اوس غم که یې ښادۍ ولمانزم

ها د بیان ازادۍ هم وګوره
شاعر لا شعر پکې ویلی نشي
تړون په دغه جرم بیا بندي دی
صیاد له ډاره څه ویلی نشي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x