افغانستان

کوهاټ: افغان کډوالو د خپلو ستونزو د حل غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د پښتونخوا ايالت په کوهاټ سيمه کې سلګونو افغان کډوالو د يوې غونډې په ترڅ کې د خپلو ستونزو او مشکلاتو د حل غوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې د جمعې په ورځ د کوهاټ په غلام بانډه کيمپ کې جوړه شوې وه، په کوهاټ کې د افغان کډوالو د اتو کيمپونو قومي مشرانو، عالمانو او افغاني سوداګرو په کې ګډون کړی و د غونډې برخه والو له افغان سفارت، د پاکستان له حکومت او ملګرو ملتونو څخه يې وغوښتل چې د دوی د ستونزو په حل کولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

په غونډه کې قومي مشرانو په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورولو، د تورخم دروازې د خلاصولو او د افغان سوداګرو د سرمايې د خونديتوب او د کاروبار د راټولو او له کډوالو سره د زياتي نه کولو غوښتنه وکړه. او ويې ويل چې په دومره لنډ او تنګ وخت کې نشي کولای چې خپل کارونه راټول کړي ځکه چې د ډيرو کالونو کاروبار له امله يې ډيره سرمايه بنده ده.

قومي مشر نجم الدين رسنيو ته وويل تر هغې چې افغان کډوال په پاکستان کې اوسيږي، پاکستان دې ورسره له نرمۍ کار واخلي او د ۳۸ کلن هجرت پای دې په بده رويه نه تماموي، هغه زياته کړه « مونږ همدا سبا ځو خو چې په خپل وطن کې د ژوند زمينه برابره شي، هلته جنګ دی نا امني ده او مشکلات زيات دي».

قومي مشر ملک حميدالله «ګلالي» وويل چې پاکستان له دې وړاندې افغان کډوال ورونه ګڼل، خو اوس ولې ورته دومره په بد نظر کتل کيږي او ځای په ځای ځورول کيږي، هغه زياته کړه چې د کارت لرونکو مهاجرو په مخ دې د تورخم دروازه پرانيستل شي تر څو افغانان له يو بل سره تګ راتګ، مړی او ژوندی وکړي.

افغان سوداګر ظفر خان وويل چې په پاکستان کې يې روزګار کړی او په زياته اندازه د افغان کډوالو سرمايه بنده ده چې ددې سرمايې د راويستلو او ترلاسه کولو له پاره ډیر وخت لګيږي؛ هغه وويل چې که د افغان کډوالو همداسې جبري ستنول او هغوی ته د ستنېدو له پاره دومره لنډ ضرب الاجل ټاکل کيږي نو دا به کډوالو ته د نورو نقصانونو تر څنګ ستر مالي زيان واړوي. هغه زياته کړه چې په افغانستان کې نا امني، دلته او هلته له افغان کډوالو سره توپيري چلند هغه څه دي چې په دواړو هيوادونو کې ترې افغانان ځورول کيږي.

د غونډې زيات شمير ګډون والو خپل هيواد ته د تګ له پاره خوښي ښودله خو ددې ترڅنګ دې ته هم انديښمن وو چې په داسې ستونزمنو حالاتو کې هيواد ته ستنېدل به افغان کډوالو ته د لازياتو مشکلاتو سبب شي.

د غونډې په پای کې يو پريکړه ليک هم ولوستل شو چې په کې غوښتل شوي وو چې افغان کډوال بايد د سياستونو ښکار نه شي، مهاجرين دې په بيلابيلو نومونو نه ځورول کيږي، د بيرته ستنېدونکو افغان کډوالو د سرپناه او د ژوند د نورو اساسي اړتياوو د حل کولو له پاره دې افغانستان او ملګري ملتونه خپل مسووليت اداء کړي. په پريکړه ليک کې وويل شول چې افغان کډوالو ته دې د نړيوالو قوانينو له مخې حقوق ورکړل شي او نور دې د زياتي او ځورولو مخه ونيول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x