دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام د پېغمبر – ص – د بعثت ستر مقصدونه

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد :

جناب محمد رسول الله – صلی الله عليه وسلم – د خپل بعثت مقصد دوه شيان بيان کړي دي :

۱ – د علم تعليم .

رسول الله – صلی الله عليه وسلم – په دې هکله فرمايلي دي : إِنَّمَا بُعِثْتُ مُعَلِّماً ( ابن ماجه ص :83 ج :1, سنن الدارمي ص : 111 ج : 1 )

ژباړه : زه ښوونکی را لېږل شوی يم !!

له دې حديث څخه معلومېږي چي د نبي عليه السلام د بعثت يو مهم مقصد دا دی چي له خلگو بې علمي لاړه شي او علم زده کړي .

علم د ټولو مرضونو علاج دی :

تر جهالت او ناپوهي بل ستر مرض نشته، د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر مبارک بعثت وړاندي په عربو کي د هر قسم ناوړو کارونو دود وو .

بې حيايي، دروغ، ظلم،غلا او داسي نور کارونه عام وو .

خو د هغي زمانې نسبت دغو بدو کارونو ته نه کېږي، نه د ظلم زمانه ور ته ويل کېږي، نه د زناکارۍ زمانه ور ته ويل کېږي او نه د بل ناوړه کار يا گناه په نوم يادېږي، بلکي د جهالت په زمانې سره يادېږي .

له دې معلومېږي چي د هر قسم شر او فساد منبع او سرچينه جهالت او ناپوهي ده او د دې مرض علاج د ټولو مرضونو علاج دی .

په اوسنۍ زمانه کي هم که فکر وکړو نو دې پايلي ته به ورسېږو چي ټولي ناخوالي او ناوړه کارونه له جهالت او ناپوهۍ څخه راټوکېدلې دي .

نبي عليه السلام دُنيا ته په تشريف راوړلو سره دُنيا په ايمان او علم په رڼا سره منوره کړه او په دې توگه يې د ټولو روحاني ناروغيو لپاره درمل او علاج نړۍ ته راووړ .

۲ – د نبوي بعثت دوهم مقصد د اخلاقو تکميل او پوره کول دي .

رسول الله – صلی الله عليه وسلم – فرمايلي دي : إِنَّمَا بُعِثْتُ لأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الأَخْلاَقِ ( سنن الکبری للبيهقي ص : ۱۹۱ ج : ۱۰ )

ژباړه : زه د دې لپاره را لېږل شوی يم څو ښه اخلاق بشپړ کړم !!

ښه اخلاق چي خپرول يې د نبوت له لومړيتوبونو څخه دي، په دې سره د نورو انسانانو د حقونو ساتنه کېږي او پر بل چا له ظلم او تېري څخه انسان منع کوي .

د دغو دوو اصولو پلي کېدل ټولنه د پرمختگ، خوشحالۍ، سوکالۍ او ورورولۍ خوا ته بيايي او له انسان څخه په پوره معنی انسان جوړوي، داسي چي په ټولو ښو عادتونو لکه رښتينولي، سخاوت، خواخوږي، صبر، حوصله، عاجزي او نورو سره مزين او ښائسته وي .

څومره پېغمبران – عليهم السلام – چي نړۍ ته راغلي دي، ټول د ښو اخلاقو خاوندان وو .

د چا اخلاق چي صحيح وي، هغه دي د الله پاک شکر اداء کړي او د زياتوالي هڅي دي يې جاري ساتي او که د چا اخلاق ناسم وي، هغه دي الله تعالی ته عاجزي وکړي، د اخلاقو د سمولو هڅه دي وکړي او په دې اړه دي له الله تعالی څخه مرسته وغواړي .

د بعثت ياد شوي دوه مقصدونه قرآن کريم هم په صراحت سره داسي ياد کړي دي : هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الأُمِّيِّينَ رَسُولاً مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ (سورة الجمعة : ۲)

ژباړه : الله هغه ذات دی چي په اميانو کي يې پخپله له دوی څخه يو داسي پېغمبر راپاڅوی، چي پر هغو د ده ( د قرآن ) آيتونه لولي ، هغوی پاکوي او هغو ته د کتاب او حکمت ښوونه کوي، په داسي حال کي چي له دې مخکي هغوی په څرگندي گمراهۍ کي وو!!

په دې مبارک آيت کي يې د نبي عليه السلام دوه وظيفې يادي کړې دي چي يوه يې تعليم او بله يې تربيه ده .

يعني د قرآن او حديث تعليم ا و په دې دواړو د نفسونو تربيه !!

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارک ژوندانه لويه برخه هم په دغو دوو کارونو کي مصروفه وه .

دا ځکه چي دغه دواړه کارونه د هر خير لپاره سرچينه ده او د ژوندانه هيڅ اړخ له دې پرته نه سمېږي که سياسي وي، که اجتماعي وي، که اقتصادي وي، که نظامي وي او که اخلاقي وي .

مطلب دا چي د نبي عليه السلام د بعثت لومړنی مقصد د علم تعليم دی او دوهم يې تربيت او په دې علم عمل کول دی .

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدعباس

سلامونه اودرنښت
تمه ده چی رک روغ وی
ویاړم چی داسی یو څوک ولرو چی هغه د ټولنی له پاره هغه څه راته بیان او تر نونږه رارسوی چی په هغه کی دهر مؤمن مسلمان هم دینوی او اخری ګټی وی
الله تعلی د لازیات توقیق درکړی ترڅو دستاسو دسپڅیلی هدق څخه کم خبره مسلمانان واقیعت درکړی .
په مینه محمد عباس قانع ؛وردګ؛

محمدعباس

دتوبی دماتولو حکم کچېرې څوک کلکه توبه وکړي خو بيا ګناه ته ور وګرځي او توبه ماته کړي ، نو د مخکې وخت توبه يې قبوله ده د هغه وخت ګناه يې محوه او مخکنی توبه يې نه باطليږي ، بلکي د توبې ماتول داسې دي لکه د ګناه پيل . په دليل د دغه حديث شريف :« التَّائِبُ مِنَ الذَّنْبِ كَمَنْ لا ذَنْبَ لَهُ» ( د ګناه څخه توبه کوونکی داسې دی لکه هغه چې هيڅ ګناه نه وي کړې ) . دوهم قول : او ځينې فقهاؤ وايي چې ګناه ته ګرځيدل په شان د لومړی ګناه دی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x