
تږی ګل/ بهار مستغفر
مولوی اخترمحمدبهــار( مستغفر)
درد دپاسه درد وړمه درمانه! چي دي نه وینم.
نه غواړمه داسترګي جانانه چي دي نه وینم.
غشي دي د هجر او غمونو اوري شـړکنده.
ای زما دهـیلو یو جهانه ! چي دي نه وینم.
وخ دښکلو میره ودیدن ته مي دروغواړه.
ستا یاد کي یم غرق ورک یم له ځانه چي دي نه وینم.
پوه یم دکمال ساحل نه نیمه لار کې پاتې ده.
زما د امیدو بیړۍ ارمانه چي دي نه وینم.
څـنګه به غوړیږي د (بهار) د زړګي تږی ګل
پروت د غرمو غیږ کې بې بارانه چي دي نه وینم.
( بهار مستغفر )