افغانستان

چارواکي : د کندز خان آباد ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۰مه ۱۳۹۵ل):د کندز ولايت چارواکي وايي خان آباد ولسوالي د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ له جګړو وروسته طالبانو سقوط کړه.

طالبانو نن ټکي آسيا ته په رالېږل شوي برېښنا ليک کې منلې چې د خان آباد ولسوالي او امنيه قومندانۍ مرکزونه ، د استخباراتو مرکز ، د ولسوالۍ اړوند فرقه ، قرارګاوې او ۹ پوستې يې له امنيتي ځواکونو نيولي.

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد وايي په جګړه کې يې يو شمېر سرتيري وژلي ، وسلې او مهمات يې هم ترلاسه کړي.

د کندز خان آباد ولسوالي نن سهار په داسي حال کې د طالبانو لاس ته لويږي چې تېر ماخستن شاوخوا درې بجې د ننګرهار حصارک ولسوالي هم طالبانو ونيول.

له تيري چهارشنبې راهيسي طالبانو د کندز پر مرکز ، د خان آباد او چهاردرې ولسواليو پر مرکزونه بريدونه پيل کړي ، لويي لاري يې بندي کړي او جګړې لا دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x