افغانستان

ډابینز: له طالبانو سره مذاکراتو ته ناوخته پام شوی

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جېمز ډابینز وايي چې په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې په اړه مذاکرات ناوخته پیل شويدي.
نوموړي ویلي که چېري له طالبانو سره تردې مخکې خبرې شوې وای، نو دومره خلک به نه وای وژل شوي او د ده په ګومان طالبان به هم کمزوري کړل شوي وای.
طالبانو په تېره جون میاشت کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې رسمي دفتر پرانیست؛ خو دا خبرې لا پیل شوې نه وې چې؛ د کابلادارې او سولي عالي شورا د اعتراض له کبله وځنډېدې.

د یادونې وړ ده چې ډابینز په تېر سپټمبر میاشت کې خبر ورکړی و، چې واشنګټن لاهم هیله لري چې، طالبان به د مذاکراتو په لړ کې له امریکا سره مستقیمې خبرې وکړي. خو ترې دې مهاله یې کوم ځانګړی څرک نه لګېږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x