شعـــــرونه

د بلينډې بدرۍ د شعر په غبرګون کې د شپونکي شعر

د بلينډې بدرۍ بدرۍ د (هاغه مړي څوک پراته دي؟) د شعر په غبرګون کې د شپونکي شعر (دا پراته مړي همدوئ دي).

دا پراته مړي همدوئ دي
په رښتيا چې ته بدرۍ يې
ته د بدر پيغام وايې
د خنسا سکنۍ خورې
زر زلمي دې درنه ځار شي
هر يو لفظ دې يو کتاب دی
چې د بدر حکايت کړي
غيرتمنو پښتنو ته
*******
خو افسوس چې ځينې خلک
چې په ژبه پښتو وايي
له ټوپکه مې نفرت کړي
او رباب پسې ړانده شول
په هندو پسې روان دي
منډيلا يې ستر امام دی
وايي موږ هم مبارز يو
خو بې تاوه بې تريخوالي
د (محمود) له خېله تښتي
وران کنډر د (سومنات) ته
د (احمد) لارويان غندي
چې ګاندي ورنه رضا شي
******
بدرۍ خورې تا ښه ويلي
دوئ دسپيو د مرګ وړ دي
دوئ د تا د پيغام نه دي
دوئ د غرب په ميو مست دي
د دوئ زړونه د دې نه دي
چې پېغور پرې اثر وکا
دوئ د بل چا کتاب لوستی
او د بل پر لار روان دي
هسې ژبه يې پښتو ده
پر زړه واړه پرنګيان دي
******
ای د بدر لاروۍ درنې خورجانې!
ای د سترو غيرتونو ترجمانې!
سره انګرېز ته ګودر دوئ وو ورښوولی
ستا د وروڼو سنګر دوئ وو ورښوولی
دا د بل د لښکر پلي
د پردو مخکې ښه ځغلي
نه د کور دي د ساتلو
نه د ورور دي د ګټلو
نه د دين نه د پښتو دي
نرښځوکي نرښځوکي
د انګرېز مخې ته اوړي
هره ورځ يې يرغلګر ته
په (يس سر) وي سر ټيټ کړی
*******
ای درنې پښتنې خورې
څنګه هرڅه په ځير ګورې
ستا د شعر ها دوه ژڼي
دوئ ته هېڅ اتلان نه دي
د دوئ خپل اتلان نور دي
څوک ډمان څوک کرکټيان دي
سندرغاړي يا سکان دی
د دوئ سوبې هم جلا دي
ميدانونه يې هم نور دي
يا ګډا ده يا سندرې
يا لېږل دي د پېغلوټو
د غرب کور ته لنډغرې
چې فوټبال او مېراتن کې
په ترپکو شي سخوندرې
يا ښکاره شي تياتر کې
د انګرېز مخته (هنر) کې
او د دې ځای دووسان يې
په ستايلو ځان ببر کړي
لور يې هلته په هاسټل کې
له بوای فرېنډ سره خوشحاله
شرمېدلی پلار يې دلته
ځان پښتون ګڼي پرې وياړي
وايي شکر دی چې لور مې انګرېزانو کړه (قبوله)
******
خو ای سترې پښتنې
ای له غرونو نه درنې
ټول ولس مو داسې نه دی
لاتر اوسه پښتانه شته
ننګيالي او ښه درانه شته
لا تر اوسه مو تورغر سپين غر سورغر شته
لا تر اوسه مو زلمي شته او سنګر شته
دلته بيا انګرېزان مات شول
ورسره يې لاټيان مات شول
دا پراته مړي همدوئ دي
چې ستا ورونو دي وژلي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
شپونکی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak khan

شپون صاحب الله دې تل راته ولره ریښتیاهم چې ستاسو لید اواحساس دقدر وړ دی او دبدری خور په شان د درنوخویند و ستاینه مو یوځل بیا په پښتنه ټولنه کښې دملالی یاد اوستاینه تازه کوي اود دغو تش په نوم پښتنو اوتش په نوم آفغانانولپاره مو راټول کړي حقیقتونه له یوه داسې شي څخه یاده ونه دی چې دهیڅ مؤ من افغان ضمیر ئې نشي منلی او که څوک ئې مني هغه نو ستاسو دوینا سره سم نه افغان او نه مسلمان او نه خبلواک دی، په درنښت،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x