افغانستان

کابل : کلا زمان خان کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۰مه ۱۳۹۵ل):د کابل ښار په کلا زمان خان سيمه کې نن سهار چاودنه شوې.

د پيښې عيني شاهدان وايي دغه چاودنه د یوه چسپکي ماین پر مټ د ملي اردو په رینجر موټر وشوه چې له امله يې يو سرتيری وژل شوی او بل ټپي دی.

د چاودني اړوند بشپړ جزئيات لا نه دي په خپاره شوي.

د کابل ښار پوليس د پيښي پخلی کوي خو د مرګ ژوبلي اړوند يې څه نه دي ويلي.

د بريد مسؤوليت چا نه دی منلی.

د کورنیو چارو وزارت د ۱۱۹ پولیسو رییس مل پاسوال همایون عیني ویلي چې چاودنه نن سهار د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې.

هغه زیاته کړې چې یو چسپکي ماین د ملي اردو په رینجر موټر کې ځای پر ځای شوی و چې د کلازمان خان سیمې سره پرې وچاودید.

د يادوني ده چې په دی وروستیو کی د ملی اردو او پولیسو په موټرونو د چسپکی ماینونو چاو دنی زیاتي شوي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x