ورزش

کرکیټ: د جنوب افریقا سره په لوبه کي افریدي وځلید

نن ټکی آسیا: تیره ورځ د جنوب افریقا او پاکستان تر منځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه تر سره شول، چي پاکستان په 66 منډو وګټله.

د لوبي غوره لوبغاړۍ شاهد افریدي وو، چي په د ښه بیټنګ تر څنګ یې ښه باولینګ هم وکړ.

افریدي درې تنه لوبغاړي وسوځول، او هم یې په بیټنګ کي 26 منډي جوړي کړي.

د لوبي په پيل کي پاکستان د لوبي پچه وګټله، او لومړی یې د بیټنګ فیصله وکړه، پاکستان په خپل وار یوازي 209 منډي جوړي کړي، چي د هغوی څخه 58 یوازي احمد شهزاد، 26 حفیظ، 26 افریدي، 25 مصباح الحق، عمر اکمل 18 او عمر امین 14 منډي جوړي کړي.

په جواب کي د جنوب افریقا ټول لوبغادي یوازي پر 143 منډو له میدانه وشړل شول. جنوب افریقا له لوري ماکلارن 29 منډي جوړي کړي، ډومني 25 او پارنیل 21 منډي جوړي کړي.

افریدې درې تنه وسوځول، عرفان 3، سعید اجمل 2 ، حفیظ او سهیل تنویر یو یو تن وسوځول.

د پاکستان او جنوب افریقا تر منځ په متحده عرب اماراتو کي ۵ یوه ورځنۍ لوبي تر سره کیږي، چي تر اوسه دوه شوي، او په یو یو دواړه هیوادونه سره برابر دي.
راتلونکې لوبه د رواني میاشتي پر 6 نیټه په ابوظبي کي تر سره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x