افغانستان

د پاکستان بيرغ تر سوځولو وروسته د سپین بولدک دروازه تړل شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د سپین بولدک او چمن دروازه وروسته له هغه تړل شوی چې په سپين بولدک ولسوالۍ کې دروازې ته څېرمه د پاکستان بيرغ وسوځول شو.

د پاکستان ډان نيوز ورځپاڼه ليکي چې پاک ـ افغان دروازه هغه مهال د پاکستاني پوځيانو له خوا بنده شوې کله چې افغانانو د خپلواکۍ ۹۷ کليزي د لمانځني په مهال د پاکستان بيرغ ته د پاک ـ افغان دروازې په سيمه کې اور ورته کړ.

ورځپاڼه زياتوي افغانانو د چمن ـ وېش دروازې ته له رسېدو سره سم د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او د پاکستان په طرف يې ډبري اورولې.

ويل کيږي د کليزي لمانځونکو له ځان سره پر لوحو د پاکستان پر ضد شعارونه ليکلي وو او پولې ته نږدې په ډلو ډلو راټول شوي وو.

د سپین بولدک دوازه تر نامعلومي مودې تړل شوی او د پاکستان امنيتي ځواکونه وايي تر هغې به ياده دروازه نه پرانيزي تر څو د لوړ رتبه افسرانو له لوري ورته امر نه وي شوی.

د يادوني ده چې له يادې لارې نه هره ورځ تر ۱۵ زره پوري په تجارتي توکو بار موټران د چمن او وېش بازارونو ته داخليږي.

افغان حکومت د دغې دروازې د بندېدا اړوند څه نه دي ويلي.

د کندهار ځايي خبريالان وايي د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق له کندهار ښار او شاوخوا سيمو د هغه پنجابيانو د شړلو امر کړی چې وړاندي يې په سيمه کې مزدورۍ کولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x