شعـــــرونه

سود خواره/ رضوان الله فیضاني

رضوان الله فیضاني

شرمېدلي سود خواره د خدای دښمن دي
دا ناولي سود خواره د خدای دښمن دي

د فاني دنيا په ژوند او خواهشاتو
غولېدلي سود خواره د خدای دښمن دي

د الله په رالېږلي سپين کتاب کې
ما کتلي سود خواره د خدای دښمن دي

ته به وايې چې څېرې يې ګرځېدلي
مونږ ليدلي سود خواره د خدای دښمن دي

د ابليس او د قارون پر کږه لاره
باندې تللي سود خواره د خدای دښمن دي

له خپل لوی فضل کرم او له رحمته
رب شړلي سود خواره د خدای دښمن دي

همېشه د مال دولت په محبت کې
کړېدلي سود خواره د خدای دښمن دي

امان غواړه ( فيضاني ) له سود خورو نه
خدای وهلي سود خواره د خدای دښمن دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x