
د حکیم الله مسعود پر ځای خان سعید مشر وټاکل شو
نن ټکی آسیا: د پاکستان رسنیو نن خبر ورکړ چي د پاکستاني طالبانو (تحریک طالبان پاکستان) شورا خپل نوی مشر خان سعید مسعود د حکیم الله مسعود پر ځای وټاکه.
ویل کیږي چي حکیم الله مسعود تیره ورځ د امریکایانو په بی پلوټه الوتکه (ډرون) برید کي د خپلو څو تنو نورو ملګرو سره یو ځای ووژل شو.
خبرزیاتوي چي د طالبانو شوری چي شپته(60) تنه غړي لري، د هغو څخه 43 تنه د نوي مشر د ټاکني په مجلس کي حاضر وه، او ټولو د رايي په ورکولو سره خپل نوی مشر وټاکه.
او زیاته وي چي خان سعید مسعود په حق کي اکثریت فیصله ورکړه، او یوازي 17 تنو یې مخالفت وکړ، د نوموړي سره د طالبانو د مشرتوب لپاره د څلورو درو نورو مشرانو نومونه هم شامل وه، لکه مولوي فضل الله، غالب مسعود، عمر خالد مسعود، خو د شوری فیصله پر خان سعید راغله.
ویل کیږي چي خان سعید په خپلو همزولو کي د جګړې ډیره تجربه لري، او په کراچي کي د بحري فوځ په غټه هوايي اډه باندي برید نوموړي ته منسوبیږي، او همدا راز د بنو پر بندي خانې باندي د برید پلان هم دده له خوا جوړ شوی وو.
باید وویل شي د کراچي په برید کي د پاکستان بحري ځواکونو ته ډیره غټه ضربه رسیدلې وه، او د هغوی د بحري ځواک مهمي دوې الوتکې چي د امریکا څخه یې اخیستې وې، په دغه برید کي له منځه ولاړې، او پاکستان ته نه جبرانیدونکی تاوان ورسید.
او همداسي د بنو بندې خانې په برید کې طالبانو وکولای شوای چي د دغه بندي خانې څخه خپل تر 400 زیات ملګري طالبان خوشي کړي، او له ځانه سره یې بوزي.