ادبي لیکني

عمران ته لیک!

عبدالفتاح (فاتح)

عمرانه !

زه چی دی انځور ته وګورم دبی وسی او بی کسی له اوښکو می سترګی ډنډ شی !

زه چی دی ټپي ټپي بدن ته نظرواچوم بدن او احساسات می ساړه شی او د نړی ستر وحشت می سترګو ته ودریږی
زه چی دی په نازکو اندامونو پرتی وینی ګورم له سترګو می د اوښکو پر ځای وینی روانی شی …!

زه چی دی په ښکلی مخ باندی پروت ګرد ته سترګی واړوم ارواه می ټپه شی او په بدن کی می د درد څپی وغځیږی ..!
مظلومه عمرانه !

زه نه پوهیږم ستا د مظلومیت او بی وسی انځور له کومو تورو جوړ کړم ،قلم ته د زړه درد ورکړم ،او که د اسویلیو له اهنګه ستا کیسی ته توری راواخلم

دبی وسی له اوښکو سیاهی جوړه کړم او که د خپل بدن په وینو له تا سره د شوي وحشت کیسه وکاږم …!

عمرانه …!

ته یوازی نه یی ، نن د مسلمه امت هر بچی ټپی دی ،

تنها همدا ته نه یی چی کور دی کنډواله شوی او مور او پلار دی د تل لپاره درنه رخصت شوی نن دلته زما د وطن په ګل ګل درو همداسی ړانده بمبارونه شروع دی او تاته ورته ګل غوندی ماشومان یتمیان شوی

دا ته یوازی نه یی چی د هیواد پر فضاء دی د وحشت خپروونکی الوتکی دوری وهی او ستا په هیوادوالو یی خوبونه ارام کړی دلته زما د کندز او هلمند پر ارامه فضاء باندی همدی الوتکو غوبل جوړ کړی او له ویری یی چا سترګی نه دی پټی کړی .

خو پر دی هر څه سربیره زما عمرانه !

مونږ درنه بخښنه غواړو

نن دی زه انځور ته ټيټی سترګی ولاړ یم او له ډيره شرمه می زبون وهل شوی.

ته ښه پوهیږی چی نه به دی انتقام واخستلی شو او نه به مو ستا د ژوند د غمجن داستان په اوریدو غیرت وینی ته لاره وکړی
نه به ستا په پار باندی لاسونه سره یو کړو او نه به مو په تیکو کی پرتی توری وخوڅوو.

نه به مو په واکمنانو کی د درد احساس پیدا شی او نه به مونږ ددوی له غلامی لاس په سر شو .

هو !

نن نه له ماسره خالد شته چی په کړیکه دی تر روم پوری ورسیږی او نه هم صلاح الدین لرم چی د مظلومیت چیغی ته دی لبیک ووایي.

نه زمونږ په منځ کی تاند محمد شته چی تر هندوستانه درپسی وخوځیږی او نه هم یوسف چی د افریقا دښتی درپسی وګوری …!


هو دلته مونږ خپل ضمیرونه د مادیاتو په بدل کی پلوری او غیرت مو تر خپلو ګټو قربان کړی !

نن ما د خپل عمر پښي په خپل تبر وهلی او خپل عثمان می په خپلو وینو رنګولی دی .

عمرانه !

مونږ تاته سرټيټي یو هیله ده مونږ وبخښه

نن زما په وس کی هیڅ نشته بی له دی چی د بی کسی او بی وسی اوښکی درته ډالی کړم .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x