روغتیا

ډیر تلویزیون کتل نارینه د بې اولادۍ په رنځ اخته کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمری ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د اوږدې مودې لپاره تلویزیون ته کیناستل په نارینه کې د بې اولادۍ د ناروغۍ لامل ګرځي. دغه خبره په ډنمارک کې ترسره شوې نوې څیړنې ثابته کړې.

کوپن هیګن پوهنتون کې ترسره شوې نوې څیړنې پر بنسټ په ورځنی ډول له پنځو ساعتونو څخه زیات تلویزیون کتل په نارینه کې د بې اولادۍ د ناروغۍ خطر د درییمې برخې په اندازه زیاتوي.

د دغې څیړنې په جریان کې د ۱۲۰۰ روغ او جوړ ځوانانو پر بدن د غیر فعاله ژوند طریقې اغیز تر څیړنې لاندې ونیول شو. په پایله کې څرګنده شوه چې د دغې عادت په پایله کې په نارینه کې د سپرمونو په اندازې کې د پام وړ کمی راغلی.

د څیړوونکو په وینا زیات تلویزیون کتل خلک له ورزش او یا صحي خوړو له استعمال څخه لرې ساتي کوم چې انسان د بې اولادۍ سربیره په نورو ډیرو ناروغیو هم اخته کولی شي.

هیره دې نه وي چې په دې وروستیو کې په نارینه کې د بې اولادۍ په ناروغۍ ډیرې څیړنې ترسره شوي چې په پایله کې ډیر غوړ لروونکي خواړه د دغې ناروغۍ لامل ګڼل شوی.

خو په دې وروستۍ څیړنې کې نارینه ته خبرداری ورکړل شوی چې په نارینه کې د بې اولادۍ تر ټولو ستر لامل غیر فعال ژوند او له تلویزیون سره ډیره مینه ده.

دغه نوې څیړنه د امریکن جرنل اف ایپیډمولوجي روغتیايي مجلې کې خپره شوې.

له دې څخه وړاندې تیره میاشت د جاپان په اوساکا پوهنتون کې یوې څیړنې ثابته کړې وه چې په ورځنی ډول پنځه یا له دې څخه زیات وخت په تلویزیون کتلو تیرول په کولمو کې د وینې غوټه کیدلو له امله د مړینې خطر دوه نیم چنده زیاتوي.

وینه د بدن نورو برخو ته له سفر کولو وروسته کولمو ته رسیږي چې هلته د وینې په کوچنیو شریانونو کې بند پاتې کیږي او په پایله کې يي زړه ودریږي.

د دغې څیړنې په جریان کې د ۸۶۰۰۰ بالغو کسانو ورځنی ژوند او عادتونه تر څیړنې لاندې نیول شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x