افغانستان

کرزي د بلوچستان په اړه د هند د موقف ملاتړ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۰مه ۱۳۹۵ل): پخواني ولسمشر په بلوچستان کې د بشري حقونو په اړه د نریندر مودي څرګندونې ستایلي او ویلي یې دي چې هند د دې حق لري چې د پاکستان د پاروونکو څرګندونو ځواب ووايي.

حامد کرزی چې د هند پلازمېنې نوې ډیلي ته په سفر تللی، هندۍ مشهورې ورځپاڼې «ده هندو» سره یې په یوه مرکه کې ویلي چې «پاکستاني چارواکي ښه په ازادانه توګه د افغانستان او هند په اړه څرګندونې کړي دي خو دا لومړی ځل دی چې د هند لومړی وزیر دې د بلوچستان په اړه خبرې وکړي».

کرزي زیاته کړې چې دی فکر نه کوي چې هندوستان په سیمه کې د نیابتي جګړې د پیلېدو اراده لري، ځکه سولییز ډول پاتې کېدل له پخوا د هند دود دی. هغه په دغه مرکه کې په سیمه کې د نیابتي جګړې د پیلېدو مخالفت کړی دی.

پخواني ولسمشر په داسې حال کې د بلوچستان په اړه د هندی لومړي وزیر د څرګندونو تایید کوي چې تېره ورځ د بنګلادیش د اطلاعاتو وزیر حسان الحق هم د هغه څرګندونو ملاتړ کړی و.

د اګست په ۱۵مه چې هندیان يې د انګریزي استعمار څخه د ازادۍ ورځې په توګه لمانځي، نریندر مودي یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو چې ده ته د ډیری بلوڅانو لخوا پیغامونه رسیدلي او دی غواړي چې د بلوڅانو ستونزه په نړیواله کچه راپورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x