fbpx

طالبانو د دیني علماوو وژنه مذهبي نفرتونو ته د لمن وهلو دسیسه وبلله

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۰مه ۱۳۹۵ل): طالبانو په خيبر پښتونخوا کې د افغان علماء کرامو د شهادت په اړه د دوی له کورنیو سره غمرازي څرګنده کړې او د هغوی شهادت یې لویه ضایعه بللې.

په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې څو تنه وتلي افغان علماء (مولوي غلام حضرت، مولوي محمد نسیم او قاري سید مراد) په پرلپسې توګه په شهادت ورسېدل.

طالبان وايي چې د دیني علماوو وژل د هغو جهتونو کار دی چې غواړي په هیواد کې مذهبي نفرتونو ته لمن وهي او د علماوو ترمینځ د دښمنۍ اور بل کړي. طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي:

«دافغانستان اسلامی امارت په داسي حال کي چی د دریو واړو عالمانو شهادتونه ستری ضایعی بولي، دشهادتونو شاته یي دهغو جهتونو او قوتونو لاس دخيل بولي، چي غواړي د دغسي شومو اعمالو په ترسره کولو سره په هیواد کي مذهبي نفرتونه او دښمنۍ راو ټوکوي».

خو طالبان ټینګار کوي چې دیني علماء دا ډول دسیسو ته متوجه دي او زیاتوي:

«دټولو مسلکونومخورعلمای کرام او مشایخ دا ډول دسیسوته ډیر ښه متوجه دي او هیڅکله به داسلام دښمنانو ته د دې خبري مجال اواجازه ور نکړي چي د دیني قشر ترمنځ واټنونه رامنځ ته کړي او د دښمنۍ اوربل کړي».

طالبانو د پاکستان په حکومت غږ کړی چې د افغان مهاجرو علماء کرامو حفاظت ته جدي توجه وکړي او قاتلين يې د قانون منګولو ته وسپاري.

ځینې سرچینې د دیني علماوو په وژنه کې د سیمې او نړۍ د استخباراتو لاس دخیل ګڼي ترڅو د هیواد دیني علماء یو تربله غچ اخیستنې ته راوپاروي او د علماوو ترمینځ د مذهبي شخړو او دښمنیو اورونه بل کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د