افغانستان

اسلامي امارت د ملا حکیم الله مسعود شهادت لویه ضایعه بولي: خبرپاڼه

نن ټکی آسیا: په افغانستان کي د طالبانو د اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کي راغلي چي دوی د ملا حکیم الله مسعود وژنه په کلکو ټکو غندي، او د نوموړي شهادت یوه لویه ضایعه بولي، او د هغه کورنۍ، ملګرو او مجاهدینو ته د زړه له تله تسلیت وړاندي کوي.

او زیاته وي چي امریکایان نشي کولای چي په دغه ډول مجاهدین په شهادت ورسوي، او د خپل شوم اهدافو تر لاسه کولو لپاره خلا را منځته کړي.

د افغانستان او طالبانو په چارو کي کارپوهان وايي چي د افغانستان د طالبانو له لوري د پاکستاني طالبانو د مشر د وژني په اړه دغه ډول غبرګون دا څرګندوي چي دواړي ډلي یو له بل سره همکاره او یو په بل یې خوا بدیږي، او همدا راز د پاکستان، امریکا، افغانستان او ټولي نړۍ د استخباراتو او حکومتونو هغه ټولي هڅي شنډوي چي غواړي د طالبانو په منځ کي درز واچوي، او هغوی په پاکستاني، افغاني، معتدل او سخت دریځو وویشي.

د ذبیح الله مجاهد له لوري د افغانستان د اسلامي امارت دغه مهمه خبرپاڼه چي نن ټکي آسیا ته رسیدلې، په لاندي ډول ده:


 

دملاحکیم الله مسعود دشهادت په اړه داسلامی امارت اعلاميه

په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې تيره ورځ ناوخته په شمالي وزيرستان کې  دپاکستان دطالبانو مشر پياوړی او زړور مجاهد ملاحکيم الله مسعود دامريکاپه يوه ناځوانمردانه بريد کې په شهادت ورسيد ، انالله وانااليه راجعون

دافغانستان اسلامی امارت دامریکادغه له وحشت نه ډک عمل په  ترټولوکلکو ټکو غندي  ، دملا حکیم الله مسعود شهادت یوه لويه ضايعه بولي ، او له امله يې دنوموړي کورنۍ  ، خپلوانو اوټولو ملګرو ته  دزړه له تله تسلیت وايي ، شهادت دمسلمان لپاره  ترټولو لوړهدف او لوی آرمان ده ، امریکا نشي کولای دمجاهدينو په شهادت رسولو سره  خلا رامنځته او خپل شوم اهداف تر لاسه کړي ، دافغانستان اسلامي امارت دپاکستان پر حکومت او اولس هم ژغ کوي چي دیرغلګرو امریکا یانو ددا ډول یر غلونو او وحشیانه حملوپه مخنیوي کې تربل هر وخت زیات کوښښ وکړي تر څودپاکستان او افغانستان بي وزله اولسونه چې له دغه راز وحشتونو نه  کړيږي دامریکا له شره خلاص اوپه خپله دخپل را تلونکي په اړه فیصلي وکړي  .

دافغانستان اسلامی امارت

۱۴۳۴/۱۲/۲۸هـ ق

۱۳۹۲/۸/۱۱هـ ش ــ 2013/11/2م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x