تر دې دمه د نړۍ تر ټولو غوره سمارټ فون

نن ټکی اسیا (شنبه، زمری ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د ایفون خوښوونکو لپاره کیدی شي دا یو ښه خبر نه وي خو د سامسنګ وروستۍ سمارټ فون ګلکسي نوټ ۷ (Galaxy Note 7) تر دې دمه د نړۍ تر ټولو غوره سمارټ فون ګڼل شوی.

دغه سمارټ فون چې په دې وروستیو کې کاروونکو وړاندې شوی د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا تر دې دمه د سامسنګ کمپنۍ تر ټولو اغیزمن سمارټ فون دی.

په انډرایډ مارشملو (Android Marshmallow) عامل سیسټم چلیدوونکی دغه سمارټ فون په دریو مختلفو رنګونو کې نړیوالو بازارونو ته وړاندې شوی چې د ځانګړتیاو له نظره ویل کیږي چې د اپل کمپنۍ ایفون ۶ ایس پلس (iPhone 6S Plus) ته يي ماتې ورکړې.

د دغه سمارټ فون ډیزاین د پخوانیو سمارټ فونونو په پرتله بهتره ده خو ځینو کارپوهانو دغه سمارټ فون تر ټولو ښایسته سمارټ فون بللی او ځانګړی ځانګړتیا يي د ای ار ای ایس (IRIS) اسکینر دی چې د سترګو په مرسته د سمارټ فون کلپ خلاصوي.

دغه سمارټ فون ۵.۷ انچه سوپر امولیډ ډسپلې لرلو سره ۱۴۴۰*۲۵۶۰ ریزلوشن لري کوم چې د نړۍ تر ټولو غوره ډسپلې ګڼل کیږي او د ایفون ۶ ایس پلس په پرتله ډیر واضح او روښانه ډسپلې وړاندې کوي.

په دغه سمارټ فون کې کاروونکي ایچ ډي ار (HDR) ویډیو ګانې چلولی شي او ښي او کیڼ دواړو لورو کې ایج لري.

سامسنګ کمپنۍ اعلان کړی چې دغه سمارټ فون تر نیم ساعت پورې د اوبو لاندې مقاومت کولی شي په داسې حال کې چې دغه مهال کاروونکي يي قلم هم استعمالولی شي.

په نوټ ۷ کې کوالکوم سنپ ډراګن ۸۲۰ ډوله پروسېسر او ۴ ګیګابایټ رېم ځای پر ځای شوی چې د دغه سمارټ فون سرعت يي ډیر زیات کړی په ځانګړی ډول تري ډي ګیمونو پر مهال د دغه سمارټ فون سرعت او ډسپلې نه اغیزمنیږي.

دغه سمارټ فون ۶۴ ګیګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري چې کاروونکی دغه وړتیا د اضافي میموري کارډ په مرسته تر ۲۵۶ ګیګابایټ پورې زیاتولی شي.

په عام استعمال سره د دغې سمارټ فون بیټرۍ تر دوو ورځو پورې هم کار کولی شي.

د دغه سمارټ فون شاتنۍ کامره ۱۲ میګاپکسله ده کوم چې د ایف ۱.۷ اپرچر لایسنس هم لري او مخکینۍ کامره يي ۵ میګاپکسله ده او دواړه د ګلکسي ایس ۷ (Galaxy S7) په څیر ډیر غښتلي دي په ځانګړی ډول په لږه روښنايۍ کې تصویر اخیستلو له نظره د وخت تر ټولو غوره سمارټ فون دی.

د سامسنګ کمپنۍ لخوا د دغې سمارټ فون بیه ۸۵۰ ډالره ټاکل شوې کوم چې به په مختلفو هیوادونو کې د مختلفو لاملونو له امله توپیر ولري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د