نظــر

د طالب مشرانو وژنه سوله نه راولي

کله چي په افغانستان کي د طالبانو مشهور قومندان مُلا دادلله اخوند ووژل سو، نو د هغه کشر ورور مُلامنصور دادلله ځان د هغه ځای ناستی وباله. نوموړي د خپل ورور د وژنې په تور پداسي حال کي نور طالبان شکنجه او ووژل چي ورباندي هيڅ ثبوت يې نه درلودی. مُلامنصور دغه کارونه بېله د طالبانو د مشرتابه د مشورې او حکم څخه تر سره کړل چي له همدې کبله مشرتابه د خپلو ليکو څخه وايستی.

کم تجربه، کم علمه او افراطي؟

پورته بېلګه يوه د هغو زياتو بېلګو څخه ده چي ورڅخه روښانه کيږي چي د افغانستان په جګړه کي د يوه مشر طالب قومندان وژل کېدل د دې سبب ګرځېدلای سي چي د کمتره علم او تجربې څښتن ځوان او احساساتي کسان يې ځای ونيسي. خو دلته بايد دا هم وويل سي چي د نوي مشر وړتيا او تجربه حتمي نده چي تر پخواني کمه وي خو د زړو مشرانو وژنه دا احتمال زياتوي چي نوي مشران د کمي تجربې او کم علم خاوندان وي.

دا چي دغه نوي کشر مشران د خپلو پخوانيو مشرانو د مشهورۍ تر سيوري لاندي وي، نو کېدلای سي چي ورته توندلاريتوب او افراطيت د خپلو ملګرو تر منځ د محبوبيت تر لاسه کولو هغه يوازنۍ لاره معلومه سي. باتجربه او زاړه قومندانان د خپلو ملګرو تر منځ د زیات احترام څښتنان وي او دوی د خپلو ټوليو د متحد ساتلو لپاره ډېر اهم وي. خو کله چي دغسي يو باتجربه قومندان وژل کيږي او د هغه ځای يو نوی ځوان نيسي چي د کمي تجربې او کم صبر څښتن وي. پدې توګه سره دا ګواښ رامنځ ته کيږي چي د طالبانو هغه ډلې چي پخوا متحده وې پکښي خوابدۍ او بې اتفاقۍ او حتی بېلولای رامنځ ته سي.

خبري د يو سره آسانه خو د لسو سره مشکله دي

کله چي د طالبانو سره خبري کيږي نو که د هغوی مشران معلوم او معين وي نو دا د خبرو اترو د برياليتوب لپاره د ښه چانسونو ضمانت کوي. خو که طالبان پر ډلو وويشل سي او يا يې هم زاړه ټول مشران ووژل سي او د هغوی ځای کم علم او کمه تجربه لرونکي احساساتي ځوانان ونيسي نو بيا خبري اتري ډيري مشکله کيږي. ولي چي بيا به دولس سره وي او دولس به يې فکرونه.

افغانانو دا خبره ښه تجربه کړې ده چي جګړه هميشه د هغوی په تاوان تمامه سوې ده. په آئنده کي چي هم جګړه هر څومره غځيږي هومره به افغانان د ښه راتلونکي څخه ليري کيږي. د افغانستان په جګړه کي هميشه يو څو محدودو کسانو او ډلو ګټي موندلي خو اکثريت افغانانو پکښي تاوان کړی دی. تر کومه وخته چي د افغانې مور بچي وژل کيږي، که هغه طالب دي، که د ملي پوځ يا ملي اُردو کسان يا نور ولسي خلک دي نو افغانستان په نه تلافي کېدونکي تاوان کي دی.

ناآرامه افغانستان =  نا آرامه پاکستان

د پاکستان د قبايلي سيمو، بلوچستان او خيبر پښتونخوا خلک هم د افغانانو وروڼه دي. هغه نه يوازي پدې دليل چي پښتانه او په اصل افغانان دي بلکه پدې چي مسلمانان او انسانان دي او له بل اړخه يې د ګاونډيانو په توګه د افغانانو سره ګټي هم مشترکي دي.

اوس د دواړو هيوادونو سياستوالو او عامو خلکو ته بايد روښانه سوي وي چي که يې په ګاونډي هيواد کي اور بل وي نو به يې توښ او لمبې وختي يا ناوخته د دوی کور ته هم رسيږي.

د افغانانو او پاکستانيانو اصلي خواخوږي به هغه څوک وي چي د هغوی کور ته سوله راولي. د دوی اصلي خواخوږي هغه څوک دي چي تر منځ يې د وروګلوۍ او ښه ګاونډيتوب لپاره هڅي وکړي. خو هغه څوک چي د پاکستاني يا افغاني طالبانو مشران وژني يا د هغوی د تقسيم هڅي کوي په اصل کي په پاکستان او افغانستان کي سوله نه غواړي. د سولي دغه دُښمنان غواړي چي لا زياتي اوبه خړي کړي تر څو پکښي خپلې کب نيونې ته دوام ورکړلای سي.

د بريا لاره سوله ده، نه وژنه

کله چي حضرت محمد ص د طايف د خلکو لخوا په عذاب سو او هغه ته ملکې راغلې چي د ده په اجازه دغه کلی د غرونو تر منځ چختاڼ کړي نو سيدنا حضرت محمد ص د بد دُعا پر ځای د طايف خلکو ته دُعا وکړه او هيله يې څرګنده کړه چي ګوندي د دغو خلکو په اولادونو کي نيک انسانان پيدا سي. که په پاکستان او افغانستان کي يو اړخ په رشتيا هم پدې قانع دی چي پر هغه بل اړخ ولاړ ورور يې مُرتد سوی دی، نو ايا د دغه ورور و جهنم ته لېږل به غوره وي او که د هغه ژوندی پرېښودل. پدې هيله ژوندی پرېښودل چي یو وخت به د خپل ورور نصيحت ته غوږ کښېږدي او پر سمه لاره به راسي. پر ورور مرګ پېرزو کېدل يو ظلم دی خو د خپلي مور زوی و دوږخ ته لېږل او پدې توګه ورڅخه د توبې امکان اخيستل تر هغه څخه لا لوی ظلم دی. ايا داسي يو څوک د جنت لايق دی چي پر خپل ورور يې دوږخ پېرزو وي؟

د پاکستان او افغانستان د دولتونو لپاره په اوسني وخت کي تر ټولو مهمه دنده دا ده چي د خپل هيواد د طالبانو سره د سولي لاري چاري ولټوي او د هغوی د ويشلو او بې مشره کولو په هڅو وخت ضايع نه کړي. که په يادو اړخونو کي هر اړخ دا اراده ولري چي د جګړې له لاري به ستونزي هواري کړي نو په ښکاره ګمراهي کي قرار لري، ولي چي جګړې هيڅکله د لانجو د ختمولو باعث ندي ګرځېدلي. په زیاته بيا خپلمنځۍ او کورنۍ جګړې.

د تحريک طالبان پاکستان د امير حکيم الله محسود د وژل کېدو خبرونه په بعضو حلقو کی د خوښۍ سبب ګرځېدلي دي. خو تيرو وختونو ښودلې ده چي د مشرانو دغه چوکۍ زيات وخت خالي ندي پاته سوي او نه هم دغه ډول وژنو د جګړې په بهير کي کومه قراري رامنځ ته کړې ده. د ټولو بې پيلوټه الوتکو د بريدونو برسېره هم په پاکستان کي تحريک طالبان او هم نوري وسله والې ډلې موجودي دي. د مشرانو په وژلو سره هغوی ندي کمزوره سوي او نه له منځه تللي دي. په افغانستان کي هم وسله وال طالبان تر بل هر وخت پياوړي دي. که په جګړه او وژنو او بې پلوټه الوتکو او بي ۵۵ لانجې حل کېدای نو اوس به هم د افغانستان او هم د پاکستان لانجه حل وای. خو دا ټول زور او جنګ برعکس نورو خونړيو پيښو ته لاره هواروي.

په پاکستان او افغانستان کي د طالب مشرانو وژنه به په دواړو هيوادونو کي د سولي د رامنځ ته کېدو په وړاندي د نوو خنډونو د زياتېدو او د سولې د لا ليري کېدو لامل وګرځي.

بهتره او غوره لاره به دا وي چي د پاکستان او د افغانستان د لانجو ټول اړخونه خپل ټول قوت د سولي د رامنځ ته کېدو لپاره په کار واچوي او د مسلمانو مېندو د بچيانو د وژل کېدو لړۍ ته د پای ټکی کښېږدي

احمد ولي اچکزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x