ولسمشرغني لا له وړاندې د خپل حکومت په مقابل کې د ۸ وسله ولو ډلو موجودیت خبره رسنیزه کړې چې کیدای شي هغه د امریکايي موخو ښکاره تعبیر وي.

د طالبانو د پرمختګ په اوج کې د حکومت د اختلافاتو زیاتوالی

نن ټکی اسيا سر مقاله : له تیرې یوې اونۍ راهیسې د ملي یووالي حکومت د فریقینو ترمنځ ناندرۍ روانې دي.

د تیرې چارشنبې په ورځ ډاکټر عبدالله د خپلو نیوکو په اړه له ولسمشر سره نیم ساعته لیدنه وکړه.

که څه هم چې له ارګ او سپیدار څخه په ورکړل شویو رپوټونو کې یاده لیدنه صمیمانه بلل شوې ، خو د جانبینو ترمنځ روانې ترنګلتیا ته په کتو سره داسې نه ښکاري چې د دواړو لورو ترمنځ دوه کلنې ناخوالې دې په نیم ساعته ملاقات سره هوارې شي.

ځکه خو تیره ورځ د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال ښاغلي محقق په یوې اخطار ډوله وینا کې وویل (( که جانب مقابل د حکومت د ستونزو په هواري کې اقدام وکړ خو ښه خبره ده او که غواړي چارې همداسې په یو اړخیزډول پرمخ یوسي دا به حتما حکومت له بحران سره مخ کوي او د یوه جانب سقوط به د ټول حکومت د سقوط په معنا وي.))

د ملي یووالي حکومت د سهیمو لوریو ترمنځ اختلافات په داسې حال کې زور اخلي چې د هیواد په جنوب ، شمال او ختیځ کې د طالبانو پرمختګونو زور اخیستی او تقریبا د هرې ورځې په تیریدو سره یوه ولسوالۍ له دولتي حاکمیت څخه وزي.

د هیواد په لویديځه حوزه په تیره هلمند ولایت کې د طالبانو تر پرمختګ وروسته هغوي د هیواد په ختیځ او همداراز په شمال کې هم خپل فعالیت ګړندی کړی او یوشمیر ستراتیژیکې سیمې یې له دولتي ځواکونو څخه لاندې کړي.

سره له دې چې د حکومت د داخلي اختلافاتو د هواري لپاره د سولې پرعالی شورا سربیره یو شمیر نورو جهتونو هم د منځګړیتوب لپاره تیاری ښودلی ، خو داسي ښکاري چې د یادو اختلافاتو د هواري لپاره د منځګړو جهتونو هرډول منځګړیتوب بي تاثیره دی.

ځکه د افغانستان د چارو ډیری شنونکی په دې نظر دي چې د یادو اختلافاتو ترشا د امریکایانو لاس دی او دحکومت دواړه مشران له امریکايي لمسون پرته د هیڅ ډول تحرک توان نه لري او د حکومت له داخلي اختلافاتو څخه د امریکایانو موخه د ګډ حکومت په بیلابیلو ډلو ویشل او په ټول هیواد په تیره په شمال او جنوب کې د متعددو وسله والو ډلو رامنځته کول دي.

ولسمشرغني لا له وړاندې د خپل حکومت په مقابل کې د ۸ وسله والو ډلو موجودیت خبره رسنیزه کړې چې کیدای شي هغه د امریکايي موخو ښکاره تعبیر وي.

د طالبانو په لاس د ولسوالیو تر سقوط وروسته ښايي د ولایاتو د مرکزونو سقوط هم پیل شي ، خو هغه مهال به حتما په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه د طالبانو د پرمختګ په مقابل کې غبرګون ښيي او د داخلي ځواکونو هوايي او ځمکنی ملاتړ به کوي تر څو په دې ډول د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې موازنه برقراره وساتي او جګړه نوره هم د ډیر وخت لپاره دوام پیدا کړي.

په افغانستان کې د یوه قوي alternative (بدیل) د نشتون په صورت کې که د ملي یوالي حکومت د داخلي اختلافاتو له امله سقوط کوي او که د طالبانو د پوځي فعالیتونو د تشدید له وجې دا به له شکه پرته هیواد له مزید بحران او بي ثباتي سره مخ کوي او دا هغه څه دي چې امریکایان یې په افغانستان کې د خپل اشغال له غزولو څخه د را منځته کولو اراده لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د