نظــر

د (ای اس ای) حامیان

مونږ خو تل د( ای اس ای ) څخه سرټکوو او رښتیاهم چې یاده استخباراتي اداره داسلام سره داسې دښمني لري لکه اسرائیل ، په ( ای اس ای ) باندې کله هم داسې ګزار چانه وه کړي لکه حکیم الله محسود الله دې دده شهادت قبول کړی همداځوان وه چې دددې کثیفي ادارې ( ای اس ای ) مشر جرنیل امام یې دمرګ په حقیقي خوب ویده کړ، همدا ځوان وه چې دپاکستان دسیکولرنظام ټول حامیان یې داسې بې خوبه کړي وه چې ترپورن پوري به یوه هم په ارامه خوب نه وي  کړي ،

دزړورتیاکه ووایو نو همدورمره بس ده چې دنړیوال ښکیلاک ګر( سي ای اې ) باندې داسې حمله وکوله چې  د( سي ای اې ) په تاریخ کې داسې دروند تاوان نه وه ورااوښتی .له همدې حملې نه وروسته یې دحکیم الله دځای ښودلو په سرپنځه میلیونه ډالرانعام کیښود ،له همدې حملی نه وروسته یې دډرون حملې نورې هم پراخه کړې ،چې په ترڅ کې دهدف وړخلکوسره په زرګونو بې ګناه ملکي وګړوژوندهم واخست ،همدا ( ای اس ای ) وه چې سږ کال یې دخپل بادارپه ډرون حملو پرده واچوله او ویې ویل چې ډرون حمله کې دګوتو په شمیرعام قرباني شوي .

رابه شو هغوته چې تمامه ورځ یې دپنجاب په خلاف خوله ترکومي شلولي وي په بغارویې دټولوغوږونه کاڼه کړي وي داځوانان بیا ( ای اس ای ) باندې خوابدوي دکرنیل امام په قتل باندې ژوره خواخوږی ښيي ،دادقول اوعمل دومره تفاوت په څه معنی ؟

ټول پردې سرخلاص کړۍ که دنړۍ ټول مسلمانان سره ورونه دي نو دې ته موفکروي چې دنړې ټول سیکولران هم یوله بل سره خواخوږي لري هغوی که په خوله څه وایې هغه یې زمااو ستادغلتولودپاره وایي .چې دجرنیل امام په قتل خواخوږي وي او حکیم الله محسود په شهادت خوښي ښکاره کوي نو معلوم داره خبره ده چې همدادپنجاب نارې وهونکي د (ای اس ای ) حامیان دي.

دشهید حکیم الله محسودپه یادبه د(ذاکر) لاندې شعرتاسو سره شریک کړم.
اې ستومانه لارویه ، لا لهانده مسافره

لادي اوږد مزل په خوادی، اې دهیلو مازدیګره

لادشپې پلو ټول نه دی، ډلې ګرزي د دیوانو

ایاتونه په ځان چوف کړه ، چې شې خلاص له شیطانانو

ستا ښکلا نشي زغملای ، زما ورک یوسف جانانه

دلیوانو درته یوه ده ، ورک دي نکړي له جهانه

دتیارو په زړه کې بیایي، کاروانونه درڼا وو

پام اوس هم اوریدل کیږي، انګولاوې دبلاوو

قافلې دي تالا نشي، سپین غمي درنه وانخلي

دغدیو کمین پروت دی، چې هستي درنه وانخلي

ګوره لار ډیره درنه ده ، پکې شته لوړې ژورې

ارمانونه دي ورک نشي، ماتې نشي ملغلرې

چې آذان دي غلی نکړي،دشهیدو زړو امامه

شبګیرې دي ستړې نشي، دازمون له توره ماښامه

ته زموږ دسهار زیری، سپېدې ستا په انتظار دی

دا مظلومې تږې سترګې، ګوره ښخې ستا په لار دي

موږ ساتلی یې په زړه کې، د ذاکر دسترګو توره

خداي دي وساته جانانه، له هر رنګه له هر توره

خلیل الله ایوبي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x