افغانستان

د ملا رسول د مبهم برخلیک په حال کې دغې ډلې نوی مشر ټاکلی

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳۰مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو له لیکو څخه د جلا شوې ډلې مشر «ملا محمد رسول» د مرګ له اوازو وروسته دغې ډلې خپل نوی مشر اعلان کړ.

د طالبانو له لیکو وتلو کسانو یو تن ویاند «عبدالرحمن نیازي» پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دوی د خپلې ډلې لپاره «ملا عبدالروف» د نوي مشر په توګه ټاکلی.

له هغه وروسته چې د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملا محمد رسول د ټپي کېدو خبر ورکړل شو، د نوموړي د برخلیک په اړه ډول-ډول خبرونه ورکول کیږي.

یوې سرچیني نن ټکی اسیا ته ویلي چې ملا محمد رسول په شینډنډ کې له طالبانو سره په جګړه کې تر ټپي کیدو وروسته ساه ورکړه. خو نورې سرچینې بیا په پاکستان کې د نوموړي د نیول کېدو په اړه خبر ورکوي. په دې اړه تر اوسه د نوموړي ویاند او د سیاسي څانګې مشر ملا منان نیازي څه نه دي ویلي.

د ملا رسول د سیاسي سلاکار او ویاند ملا منان نیازي په اړه هم ویل کیږي چې اوس مهال په کابل کې د ملي امنیت تر کلکې څارنې او ساتنې لاندي ژوند کوي او د خپلو چارو د پرمخ بیولو لپاره هرات، کندهار او نورو ولایتونو ته په پوځي چورلکو او یا هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اړوند الوتکو کې سفرونه کوي.

د دغې ډلې نوي ویاند «عبدالرحمن نیازي» له رسنیو سره په تازه خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ملا رسول چیری دی، ویلي چې له ډیره وخته لادرکه دی، او په اړه یې له نورو معلوماتو ورکولو ډډه کړې.

باید وویل شي چې نن ټکی اسیا لومړنۍ خبري رسنۍ وه چې د ملا محمد رسول د وژل کېدو او د نوموړي د قومندان ننګیالي د ټپی کېدو او بیا د ملي اردو په چورلکه کې یې کابل ته د انتقال خبر ورکړی وو. که څه هم قومندان ننګیالي په کابل کې تر تداوۍ وروسته د خپلې مړینې اوازې هغه مهال رد کړې وې، خو ملا محمد رسول له یادې جګړې وروسته بیا په رسنیو کې نه دی راڅرګند شوی.

د طالبانو له لیکو وتلي کسان په داسې حال کې خپل نوی مشر اعلانوی چې څو ورځې وړاندې د ملا محمد رسول مرستیال «ملا باز محمد» د طالبانو له نوي مشر مولوي هبة الله اخوندزاده سره بیعت وکړ.

ملا عبدالرحمن نیازی ویلي چې دوی خپل مشر په ۱۳ کسیزه شورا کې ټاکلی خو دا یې نه دي ویلي چې په دغې شورا کې څوک-څوک شامل دي.

د طالبانو له لیکو وتلو کسانو نوی مشر «ملا عبدالرؤوف» د کندهار ولایت د بولدک ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد د مړیني تر اعلان مخکې لا د طالبانو له لیکو شړل شوی وو، چې وروسته د ملا اختر محمد منصور د مشر په توګه ټاکل کېدو او ورسره اختلافاتو څخه په استفادې د ملا منان نیازي او ملا محمد رسول سره یو ځای شو او د طالبانو پر خلاف یې په وسلوالو جګړو او رسنیز فعالیت کې برخه واخیسته.

تر اوسه د نوموړي د ځای ځایګی په اړه معلومات نشته ، خو نن ټکی اسیا ته یوې سرچیني ویلي دي چې نوموړی د مشر په توګه تر ټاکل کېدو مخکې د پاکستان په سرحدي ښار «چمن» کې په خپل کور کې لیدل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x