
د ترکیې د واده پر مراسمو چاودنې ۳۰ کسان وژلي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۵ل): د ترکیې په غازي انتیپ ښار کې د واده پر مراسمو چاودنې ۳۰ کسان وژلي او ۹۴ نور ټپیان کړي دي.
فرانس پریس خبري اژانس وايي چې دغه چاودنه د شپې پر ۱۱ بجې د واده پر مراسمو شوې ده او تر دې دمه د چاودنې نوعیت هم څرګند نه دی.
په تېرو څو میاشتو کې د ترکيې په دوه سترو ښارونو کې بمي چاودنې وشوې چې له منځه یې دوه ځل د کردي یاغیانو لخوا ترسره شوې وې.
Awful images from the aftermath of a suicide attack at a wedding hall in #Gaziantep, southern #Turkey. pic.twitter.com/WHkfgEpZWb
— Haidar Sumeri (@IraqiSecurity) August 20, 2016