نظــر

آیا نجیب پېژنئ؟ (۸)

ببرک کارمل یې چوکۍ ته را وګرځېد! خو دا ځل یې یو بل نوی تکتیک په کار واچولو! نوموړي وغوښتل  تر څو ده ته، ورور یې محمود بریالي ته، نور احمد نور، وکیل، نجیب او ډاکترې اناهیتا راتبزاد ته د سفارتونو چوکۍ ور کړل شي! او موافقتنامې  ( اګریمانونه ) یې دې راوغوښتل شي!

نور محمد تره کي او د انقلابي شورا نورو غړیو له دې وړاندیز سره هوکړه وکړه، او داکثریت له مخې پرېکړه وشوه چې نوموړي کسان دې په ایران، بریتانیه، پاکستان، چکوسلواکیا، یوګوسلاویا او دامریکې په متحده آیالاتو کې د سفیرانو په توګه وټاکل شي!

یوه میاشت وروسته یې په نوبت سره له نوموړ هېوادونو څخه اګریمانونه را ورسېدل، هر یو د نوموړو سفارتخانو په لور و روان شو، نور احمد نور امریکې ته، نجیب ایران ته، وکیل انګلستان ته، بریالی پاکستان ته، ببرک کارمل چکوسلواکیا او اناهیتا یوګوسلاویا ته لاړل!

مګر ببرک کارمل کرار کېنناست! دی پوهېدو چې په افغانستان کې واقعي واک د چا په لاس کې دی! چا ته باید ور شي او شکایت ور ته وکړي! د انقلابي شورا له پرېکړې وروسته نوموړی نېغ په کابل کې د شوروي اتحاد سفارت ته لاړو، او د روسيې له سفیر پاپوزانوف سره یې ملاقات وکړ!

ببرک نوموړي ته د ټولو مسایلو او موضوعاتو ګزارش ور کړ، او د شوروي د ملاتړ او مرستې غوښتونکی شو! نوموړي حفیظ الله امین د ګوند د یووالي ضد، ډلباز او ډله خوښوونکی کس و بللو!

پوزانوف چې خپله لوی شیطان و، او شخصا یې هم ببرک کارمل، هم تره کی او هم امین پېژندل، او د خلق او پرچم له ذات البیني اختلافاتو نه خبر و، په طبیعي ډول یې نه غوښتل چې د کابل د کمونیستي حکومت دکار په دې لومړۍ مرحله کې چې د ځواکمنې او واکمنې ډلې یعني تره کي او امین د خپګان لامل وګرځي په ښکاره توګه مداخله وکړي؛ ځکه خو په داسې حال کې چې نوموړي د ببرک کارمل خبرو ته په پوره زغم سره غوږ ونیو، له نوموړي سره یې هېڅ مرسته ونه کړه، او مشوره یې ور کړه چې د خپل سفارت په لوري و خوځېږي! اوخپله دنده تر لاسه کړي!

ددې مشوره په پایله کې چې په حقیقت کې یو پرېکنده حکم و، نه ببرک او نه کوم بل ګوندي کولی شوای چې سرغړونه ورڅخه وکړي، نور ملګري يې هم د خپلو سفارتونو د چوکیو تر لاسه کولو لپاره دوستو هېوادونو ته په حرکت کې شول! کارمل د خپل نوي ماموریت په لوري د سفر پر مهال بیا هم له یوې نوې حیلې نه کار واخیست! نوموړی په مسکو کې د یوې میاشتې لپاره تم شو! داتحاد شوروي له مختلفو چارواکو سره یې مسایل له نېږدې په هغه توګه مطرح کړل چې زړه یې و! طبعا په دې مسایلو کې د خلقیانو او پرچمیانو اختلافات، د تره کي او امین مشرتوب!  انقلابي شورا او جوړښت یې، د کمونیستي حکومت د کار طریقه او اجراءات! د ګوند، په ځانګړي ډول د ده خپل او دنورو پرچمیانو راتلونکی برخلیک پکې شامل وو! ببرک کارمل د خپلو خبرو له پای ته رسېدو وروسته چکوسلواکیا ته د خپلې دندې د تر لاسه کولو لپاره روان شو!

ببرک وروسته له هغه چې د نور محمد تره کي د مرستیالۍ له دندې ګوښه کړل شو، مخکې له دې چې د مسکو او چکوسلواکیا په لوري روان شي، په یو لړ پټو فعالیتونو یې لاس پورې کړ! تر څو یوه نوې کودتاه برابره کړي، تره کی او امین د خلق له ډلې سره، له واک نه لیرې کړي، او خپله د حکومت واګې په لاس کې واخلي! نوموړي ددفاع له وزیر جنرال قادر، د پلان وزیر سلطان علي کشتمند، د ټولګټو وزیر محمد رفیع، او د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال شاهپور خان احمدزي سره خبرې کړې وې، تر څو د سرور منګل، نجم الدین کاویاني او د پرچم ډلې د نورو ملکي فعالینو په مرسته د لوی اختر په ورځو کې نظامي کودتاه پلې کړي، د نور الامین ( نور محمد تره کي او حفیظ الله امین ) دولت له منځه یوسي!

مګر د هغوی ټول فعالیتونه د تره کي او امین تر څارنې لاندې وو! وروسته له هغه چې کارمل او انډیوالان یې له کابل نه لاړل، او خپلې دندې یې تر لاسه کړې، د تره کي حکومت ددې خبر د خپرولو په فکر کې شو، د ۱۳۵۷ دزمري په میاشت کې یعني له کابل نه د ببرک کارمل له تګ یوه نیمه میاشت وروسته، او د مسکو دسفر له پای ته رسېدو دوه اونۍ وروسته د کابل د رسنیو له لارې د کشتمند، قادر، رفیع او جنرال شاهپور  د نیول کېدو او بندي کېدو خبر خپور شو! له هغه وروسته د هغوی اعترافونه په ورځپاڼو کې خپاره شول!

د نور الامین ( تره کی او امین )  حکومت، د یوې ځانګړې اعلامیې په ترڅ کې څرګنده کړه چې د نوموړ کسانو فعالیتونه له ډېر وخت راهیسې د اګسا سازمان ( د افغانستان د ګټو ساتونکې ادارې )  چې د نور الامین د کمونیست دولت د جاسوسۍ او د حالاتو د ریکارډ  اداره ګڼل کېده، او اسد الله سروري یې سرپرستي کوله تر څارنې لاندې وو، د نوموړې ادارې جاسوسانو کشف کړې وه چې د ببرک کارمل ډلې غوښتل په کودتاه لاس پورې کړي او د نور الامین دولت د علمي  سوسیالیزم له اصولو نه د کږېدنې په بهانه رانسکور کړي! په ورځپاڼو، جریدو، راډیويي او تلویزیوني رسنیو کې د سلطان علي کشتمند د اعترافاتو له خپرېدو، او  د پرچمیانو د نیتونو له روښانه کېدو سره چې د ببرک کارمل تر مشرۍ لاندې یې فعالیت کولو د نور الامین حکومت له ګوندي او دولتي چوکیو نه د د پرچمیانو په پراخه تصفیې لاس پورې کړ! یو لوی تعداد یې ونیول او زندانیان یې کړل!  د نور محمد تره کي تر مشرۍ لاندې انقلابي شورا ببرک او انډیوالان یې له انقلاب سره خیانت کوونکي! او د محاکمې وړ وګڼل! او د سفارتونو له دندو یې ګوښه کړل!

ددې پېښو په ترڅ کې حفیظ الله امین دنوي دولت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کیوبا ته سفر وکړ، او له فیډل کاسترو سره یې ملاقات وکړ، د بیرته لا ګرځېدو پر مهال باید په ایران کې تم شوی وای، خامخا په هوايي ډګر کې به په ایران کې د سفیر او د افغان لوی سفارت د دیپلوماتیک ګروپ له خوا د نوموړي هرکلی کېدو!

په هغه وخت کې نجیب په تهران کې سفیر و، نوموړي د ترهګرو یو ګروپ مسلح کړی او تیار کړی و، تر څو د ایران په هوايي ډګر کې حفیظ الله امین ترور کړي! د اناهیتا راتبزاد زوی کانیشکا چې خپله په همدې ګروپ کې و، په دې اړه یې ددې کتاب لیکونکي ته داسې کیسه وکړه: (  حفیظ الله امین، د تهران په هوايي ډګر کې د تم کېدو پر مهال د هیلو او تشریفاتو پر خلاف، له طیارې څخه را ښکته نه شو، چې د ټولو د تعجب وړ و ګرځېد! او ترور تر سره نه شو! ولې را ښکته نه شو؟ آیا له دسیسې نه خبره شوی و؟ معلومه نه ده! زه او سرور چې د نجیب باجه او په هند کې سفیر دی، د ترور کوونکو په ډله کې وو )

د کشتمند او همکار ګروپ له نیولو وروسته، خپله د ببرک کارمل په شمول د شپږو سفیرانو د ګوښه کېدو مکتوبونه صادر شول! او ټول له خپلو دندو ګوښه کړای شول! د دوی د کوښه کېدو په مکتوبونو کې راغلي وو چې دوی ټول د ګوندي محاکمې لپاره باید بیرته کابل ته راشي!  مګر کارمل او انډیوالانو یې دغو مکتوبونو ته کوم ارزښت ور نه کړ او کابل ته را نغلل!

نجیب چې د ایران دسفیر په توګه یې دنده تر سره کوله، هم په همدې لړۍ کې له خپلې دندې ګوښه کړل شو، نوموړی مخکې له دې چې له تهران څخه لاړ شي، یوولس ملیونه ریاله چې مخکې، د مخکني سفیر زلمي محمود غازي له خوا د افغانستان د سفارت د ځمکې د پلورلو له درکه د ایران په بانکې د امانت په توګه اېښودل شوې وې! چور کړې! پر دې سربېره نوموړي د افغانستان د سفارت سامانونه، چې کوچونه، چوکۍ، مېزونه، دخوب کټونه، د ټایپ ماشینونه او نور پکې شامل وو لیلام کړل! پیسې یې په خپله جیب کې واچولې، او له خپلې نڅاګرې میرمنې سره یو ځای د یوګوسلاویا په لوري وخوځېد!  هلته له نورو غلو، یعنی لېرې کړای شوو سفیرانو سره یو ځای شو. ببرک کارمل، اناهیتا، نور احمد نور، محمود بریالی او عبد الوکیل ټول هملته سره یو ځای شول، او له سفارتونو څخه په تښتول شویو پیسو یې له عیش او عشرت نه ډک اشتراکي ژوند ته مخه کړه! تر څنګ یې نورو وړو وړو انډیوالانو د دوی د ښه چوپړ او پنډوکیو د وړلو لپاره ځانونه هلته ور ورسول، د مرغومې د شپږمې نېټې له پېښې وروسته ددوی    هر یو د پنډکیو د وړلو له وجې په سفارتونو کې په دندو و ګومارل شول! زمان قطب یار، چې بیا وروسته د ختيځ آلمان سفیر شو، عنایت سادات، غلام او زلمی شهباز له همدې ډلې څخه وو!

نجیب چې تر ټولو زیاتې د سفارت پیسې یې غلا کړې وي، په یو ګوسلاویا کې د هستوګنې پر مهال یې د ” هلنابایو ” په نامه یوه ښکلې معشوقه چې مور یې یو ګوسلاویايۍ او پلار یې جرمنی و، پیدا کړې وه، نوموړي په همدې غلا کړیو پیسو دهلنابایو په نامه یو هوټل وپېرلو! هلنا لوړه دیرش کلنه ښځه وه، سترګې يې می رنګې، وتلې پزه، وتلې او کلکې شهواني سینې یې لرلې، لومړی یې د نجیب د موټروانې په توګه کار کولو، له لوړ پوندو بوټانو سره به یې نازک او وریښمنې جامې اغوستې، تر څو د بدن غړي یې ښه روست ښکاره شي! کله چې فتانه چې خپله به تر نیمو شپو د بدکاریو په مرکزونو کې ورکه وه، له هلنابایو سره د نجیب له اړیکو، او په بلګراد کې د هغې په نامه د هوټل له پېریدلو خبره شوه، سخت غبرګون یې وښود! د عشق خبره جنجال ته سره ورسېده! نجیب خپله مېرمنه په سوټي ووهله! په دې ترڅ کې نور احمد نور او محمود بریالی چې له فتانې نه یې دفاع کوله هم د نجیب د وهلو ټکولو وړ وګرځېدل! د اخ وډب پر مهال د بریالي عینکې له سترګو ولوېدې او ورکې شوې! د جنجال لمنه پراخه شوه! تر دې چې د یوګوسلاویا پولیس او د کي جي بي مامورین مداخلې کولو ته مجبور شول! نجیب او محمود بریالي د لوېديځ آلمان او انګلیستان په لوري وتښتېدل!

د نجیب دوهمه لور، په یوه معیوبه او فلج شوې بڼه د عملیاتو ( سزارین ) له ستونزو سره په لویديځ آلمان کې وزېږېده! د ماشوم د معیوبوالي لامل یې د مور له خوا د شرابو څښل! او د مایع چرسو څکول وو!!! د شوروي حکومت د فرانسې د کمونیست ګوند له لارې نجیب او فتانه فرانسې ته ولېږل! نوموړو خپله عیبجنه ماشومه فرانسې ته له ځان سره بوتله، او د هغه ځای په یوه روغتون کې نوموړې ماشومه د دوه کلونو لپاره بستر پاتې شوه! لګښتونه یې د فرانسې د کمونیست ګوند له خوا ور کول کېدل! نجیب هم د نوموړي ګوند له ملاتړ نه برخمن شو!

د ۱۹۷۹ م کال د سپتمبر په لسمه نېټه نور محمد تره کي د کیوبا په هاوانا کې د بې پرې هېوادونو د دولتونو او حکومتونو د مشرانو په شپږم کنفرانس کې له ګډون کولو وروسته کابل ته د بیرته را تګ پر مهال مسکو ته لاړو، او له لیونید بريژنف سره یې ملاقات وکړ! په کابل کې حفیظ الله امین دې نتیجې ته ور سېد چې رقیب یې تره کي له روسانو سره دسیسه جوړه کړې ده تر څو دی له منځه یوسي! څلور ورځې وروسته، یعني د سپتمبر په څوارلسمه نېټه په کابل کې د شوروي سفیر الکسندرپوزانوف په یوه ناسته کې هڅه وکړه تر څو دغه دوه خلقیان سره پخولا کړي، مګر د مناقشې په ترڅ کې چې نوره هم سختېده، ډزې وشوې! او تره کی سخت ټپي شو! ځینې وايي چې تره کی د ګارد ددوو کسانو له خوا زندۍ شو! په هر صورت د تره کي له مرګ نه وروسته امین واک تر لاسه کړ!

د شوروي حکومت ته امین د منلو وړ نه و! ددې لپاره چې د نوموړي د له منځه وړلو پلان جوړ کړي، شوروي بیا هم خپل ژمن غله له یوګوسلاویا، فرانسې، لویديځ المان او انګلیستان څخه مسکو ته را وغوښتل! او د امین د ورکولو پلان یې جوړ کړ! نور احمد نور او عبد الوکیل کابل ته راغلل! ببرک او اناهیتا په تاشکند کې منتظر شول! نجیب او محمود بریالی په مسکو کې پاتې شول!

په دې وخت کې نجیب د اندروپوف په یوه میلمستون کې چې د کي بي جي رئیس و اوسېدو، اندروپوف ژمنه ور سره وکړه چې په موقع سره به یې د ببرک کارمل ځای ناستی جوړوي، او دی باید مناسبه تیاري او وړتیا له ځانه وښيي! نجیب د شوروي وروستني غلام زمونږ د هېواد د اشغال په لومړنۍ اونۍ کې په مصونه توګه له مسکو نه کابل ته را ورسېد! او د جهنمي خاد چوکۍ چې وار له مخکې یې د روسي بادرانو له خوا ورته ټاکل شوې وه، ونیوله! نجیب د خاد په جوړلو سره د شوروي را صادر شوي دولت ته لا نور استحکام ور په برخه کړ!
زمونږ د هېواد له اشغال نه وروسته د روسانو د پروپاګندو او تبلیغاتو ماشین په ټوله نړۍ کې  په پراخه تبلیغاتو لاس پورې کړ، او اعلان یې وکړ چې ګواکي د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا د پاکستان، امریکې او چین له خوا له ګواښ سره مخ وه، امریکايي او چینايي سرتېري د افغانستان په دننه کې د دې هېواد د قانوني دولت ( چې هغه خپله روسانو ورک کړ ) پر وړاندې جنګېږي،  له همدې کبله مونږ خپل نظامي ځواکونه د انټرناسیونالیستۍ دغوښتنې پر بنسټ د خپلو افغاني وروڼو ( خلقي او پرچمي مزدورانو  )  د مرستې لپاره افغانستان ته ولېږلې، او له یو لنډې مودې وروسته به خپل یو څو ځواکونه له افغانستان څخه وباسو!

دا د روسانو له خوا د ۱۹۷۹ د دسمبر په ۲۷ زمونږ دهېواد د اشغال لپاره بهانه وه، هغه لنډه موده چې روسانو یې خبره کوله،  لس کاله یې ونیول، ددې مودې په ترڅ کې زمونږ د مظلوم او کړېدلي ولس یو نیم ملیون انسانان شهیدان شول، پنځه ملیونه نورو د روسانو، پرچمیانو، خلقیانو او د ملګرو د سخت وحشت، انسان وژنې، او جنایتونو له وجې یې هجرت وکړ، زمونږ د خلکو په زرهاوو کورونه وران شول، افغانستان د خپلواکۍ او اسلام د قربانیانو دغم په کور بدل شو!

نجیب، دغه پروتي موجود! د خاد د چوکۍ په نیولو سره ،لاس په کار شو، په لومړي قدم کې يې د یو نامشروع او انسان ضد، لاسپوڅي رژیم د بقا لپاره د روس د کي جي بي د مشاورینو په ګډون د یوې بشپړې جاسوسي ادارې پلان جوړ کړ! د خاد د جهمني ادارې مامورین د یوکال په ترڅ کې له ۵۰۰ څخه زرهاوو کسانو ته ورسېدل! له ټولو مخکې یې ټول هغه لوچکان او پلید عناصر چې پېژندل یې، د خاد په اداره کې را ټول کړل! او د نظامي رتبو په ورکولو سره یې هغوی جاسوسۍ او انسان وژنې ته وهڅول! نجیب ددې لپاره چې د جاسوسې ادارې فعالیتونه یې تر خپلو سترګو لاندې په ښه توګه تر سره شي، خاد ته یې بدکاره ښځې جذب کړې! او داستخباراتو د تر لاسه کولو لپاره یې له هغوی نه استفاده کوله! نوموړي د خاد په وسیله د رستورانونو او د فساد د ترویج د کورنو په جوړولو لاس پورې کړ!  چې په هغه کې به د خاد بدکاره ښځې د خپلو دندو په پر مخ بیولو بوختې وې! دغه د فساد ځالې د ( د شنه مارغه کلپ ) په نامه او د ( نمبر ۹ کلپ )  په نامه یادېدلې! نوموړي کلپونه په ۱۳۶۱ کال کې د سرښندونکو مجاهدینو د بم په نتیجه کې منفجر کړل شول!  په دې پېښه کې د امان الله په نامه یو ځوان د خاد د مزدورانو له خوا ونیول شو، نوموړی زما د پلار د دوست حاجي الله نظر د زوم ورور و، نجیب نوموړی اعدام کړ، او په دې توګه یې د حاجي الله نظر دوستانه اړیکې او خدمت له خپلې بېرحمۍ او خونخوارۍ نه قربان کړل!  نجیب همدا رنګه په ټولو دولتي او غیر دولتي موسساتو او څانګو کې مختلف افراد دخاد غړیتوب ته جذب کړل، او هغوی ته یې په لوړو چوکیو کې ځای ور کړ. …

نور بیا

لیکوال: صدیق الله راهي، دډاکتر نجیب ورور،

ژباړه: عبد الخبیر جاهد.

————

ټولې برخې په لاندي ادرس:

ایا نجیب پيژنئ؟ ټولې برخې ( لینک)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x