
د زړه د غږ قوت
نورمحمد سعيد
د شعر قوت هم د شاعر په ذهن كې د خيال له قوت سره غوټه دى. د شاعر خيال د سيند د څپو په څېر په لوړو ژورو كې په ډېر شدت لوړيږي او ځان له ځمكې وهي او هوارو ځمكو ته له كوزيدو وروسته په كرار شي او په ارام بهيږي. د شاعر خيال هم په كړكېچنو حالاتو كې توپاني كيږي او له دې هيجاني كيفيت نه وروسته بيا يو پړاو داسې هم راځي، چې د شاعر انساني فكر كه څه هم تر نورو لږ زيات حساس وي، خو بيا هم عادي حالت ته راګرځي.
داسې ويلاى شو، چې د هر شاعر د فن ځانګړى قوت په خپل ځاى، خو د بشر او د هغه د رواني ورته والي له امله ډېره ښه شاعرې او لږ ښه شاعرې د شاعر له ذهني حالت نه هم هرومرو اغېزمنه وي. په دې لړې د زمان او مكان څرنګوالي ته هم ډېر اهميت وركول كيږي. دا خبره د رواني علومو پوهان هم مني، چې احساسات، چې د انسان د ژوند له چاپېريال نه يې اغېزمنتيا يقيني ده د انسان د فكر په طرز هم اغيزې شيندي.
دمثال په توګه دا به ډېره بې ځايه هيله وي، چې موږ له يوه داسې شاعر نه، چې عمر يې په محروميت او بې وزلۍ كې تېر كړى وي غواړو، چې تل دي د خوښۍ او سوكالۍ سندرې ووايي. دا طبيعت دى، چې كه انسان خواشينى وي، نو ژاړي به، خفه به وي ناهيلى به وي او همدا راز كه خوشحاله وي، نو خاندي به لاسونه به ټكوي او يا به نور داسې فزيكي اعمال كوي، چې خوشحالې يې ترې څرګنديږي. په دې حساب هم دا ثابتيږي، چې د ژوند له چاپېريال نه د شاعر د ذهن متاثر كېدل يقيني دي.
بله خوا سره له دې، چې د شاعر ليدلورى ځانګړى وي او تر ډېره د ده د خپل آند او مشاهدې پر بنسټ ولاړ وي، خو بيا هم د پښتو متل ده، وايې(( چې اوسې په خوى به دهغو سې)) هغه ټولنه، چې شاعر پكې ژوند كوي او دى يې د وجود يوه برخه وي د هغې ټولنې ذهني كچه په هر صورت د شاعر په شعور يا لاشعور هم څه نا څه اثر ضرور كوي. څرګنده ده، چې د ټولنې مجموعي افكار هم وخت ناوخته بدليږي، چې له امله يې د خلكو په سلوك او چلند كې هم بدلون راځي، ځكه نو د ټولنې ديوه غړي په توګه شاعر هم په ذهني توګه منجمد نشي پاتې كيداى او همدغه تغېر او تبديل دى، چې دزمان او مكان بدلون هم بلل كيږي او پايله يې هم د شاعر په خيالونو كې لوړې ژورې وي. هنر مند شاعران د خپل ذهني حالت همدغه بدلېدونكى را بدلېدونكى انځور زموږ مخ ته ږدي. هغه خلك، چې شاعري يو طبيعي استعداد بولي داسې انګيري، چې د شاعر د ذهني حالت هغه انځور، چې بې له كوم مصنوعي جذبې يې همداسې په شدت له زړه نه دراوتلي غږ په توګه زموږ په وړاندې ږدي، نو زموږ په زړه او ذهن يې هم اثر همدومره شدېد وي.
كله، كله داسې كېږي، چې موږ يو داسې شعر اورو، چې په ساده او اسانو ټكو كې پكې د زړه حال بيان شوى وي، خو په موږ دومره زيات اثر كوي، چې ان په هماغه شيبه مو ذهني حالت هم بدلوي، يعنى كه مو په خوله خندا وي او په هغه شعر كې شاعر راته د خپل غم په اړه بيان كوي، ممكن د شعر په اورېدو وژاړو او يا همداسې برعكس د خفګان او خواشينۍ په حالت كې ممكن د يوه شوخ بيت په اورېدو مسكي شو، وجه هماغه ده، چې د شاعر د خپلې جذبې صداقت د هغه د زړه په غږ كې قوت پيدا كوي او د نورو زړونه او دماغونه د يوه اثرناك پياوړي غږ اذانګه هرومرو اوري.
نور محمد سعید