د نن سرلیکنه

د حکیم الله محسود وژنه به د پاکستان په امنیتي وضعیت څه اغیز ولري؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله: تیره ورځ د تحریک طالبان پاکستان مشر حکیم الله محسود په شمالي وزیرستان کې له خپلو څو تنو ملګرو سره یو ځای د امریکايي بي پلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د ورکړل شویو رپوټونو په اساس حکیم الله محسود او د طالبانو نور مشران په نوموړې سیمې کې د هغې غونډې لپاره سره را ټول شوي ول چې په ترڅ کې یې د پاکستان له حکومت سره د سولې پر موضوع خبرې کیدلې.

د امریکایانو لخوا دحکیم الله محسود وژنه په داسې مهال کې تر سره کیږي چې د پاکستاني حکومت او د دغه هیواد د طالبانو تر منځ دسولې د خبرو هڅې پیل شوې وې .

پاکستاني طالبانو د خپل هیواد له حکومت سره د خبرو د پیلیدو لومړنی شرط د پاکستان په حریم باندې د بي پلوټه امریکايي الوتکو د بریدونو متوقف کول ټاکلی .

 د پاکستان په قبائلي سیمو باندې د امریکايي بي پلوټه الوتکو بمباري د دغه هیواد په ولسي خلګو سربیره د حکومتي چارواکو د نارضایتي او مخالفت لامل هم ګرځیدلې او د دې هېواد لومړي وزیر نواز شریف یوه اونۍ مخکې له بارک اوباما سره د کتنې په مهال تر ټولو له مخه د دې بریدونو د بندېدو غوښتنه کړې وه ..

خو امریکایان قصدا او کله له سیميزو نزاکتونو سره په نابلدي کې تل په داسې اقداماتو لاس پوري کوي چې هغه د سیمې امنیت او ثبات زیانمنوي او تاوتریخوالي ته لاره پرانیزي.

حکیم الله محسود د تحریک طالبان پاکستان د پخواني مشر بیت الله محسود هغه ځای ناستی وه چې د دغه تحریک د نورو غړیو په نسبت د آرامو اعصابو، توازن او ښه تدبیر خاوند ګڼل کیدو .

اوس که د نوموړي پر ځای بل هر څوک د پاکستاني طالبانو مشرې په غاړه اخلي هغه به ضرور تر بل هر څه له مخه له امریکایانو او د هغوئ له ملاتړو څخه د خپل وژل شوي مشر د انتقام اخیستلو په لټه کې وي چې په دې سره به په طبیعي ډول په دې هیواد کې امنیتي وضعیت نور هم خرابیږي .

بل هغه څه چې د امریکایانو لخوا د حکیم الله په وژل کیدو سره په پاکستان کې رامنځته شول هغه د طالبانو او د دغه هیواد دحکومت ترمنځ د بي اعتمادي فضا خپرول دي ، چې له دې وروسته ښايي په هیڅ موضوع کې هم یو پر بل باور ونه کړي ؛ ځکه پاکستاني طالبان دا حدس کوي چې دولتي چارواکو هغوئ د سوله ایزو مذاکراتو په پلمه غافل ګیره او له دې لارې یې د هغوئ د مشر د وژلو پروسه پلې کړه ، او دا هغه څه دي چې امریکایان یې خپلو موخو ته د رسیدو په غرض په پاکستان او په مجموعي ډول په ټوله سیمه کې عملي کول غواړي .

له کال ۲۰۰۴ څخه تر اوسه د تحریک طالبان پاکستان ( ۶ ) مهم مشران د امریکايي ډرون حملو په وسيله وژل شوي ، او هر ځل د هغوئ وژنه په داسې نازک وخت کې تر سره کیږي چې یاد طالبان له حکومت سره د تفاهم او سولې خبرو ته نیږدي کیږي .

دا ځل هم د تحریک طالبان پاکستان او دولتي چارواکو تر منځ د خبرو پیلیدو په جریان کې امریکایانو د حکیم الله محسود په وژلو سره هغه سبوتاژ کړي چې د امریکایانو دغه اقدام هم د پاکستان دولت ، هم اپوزیسیون او هم ټولو سیاسي ګوندونو غندلی او هغه یې دپاکستان دبي ثباتي لپاره د امریکایانو یوه پلان شوې دسیسه بللې .

په هرصورت ! ښايي امریکایان دحکیم الله محسود وژنه خپله کامیابي وبولي ، خو په حقیقت کې په دغه حساس وخت کې د هغوئ لخوا د حکیم الله محسود وژنه په پاکستان کې ټول هغه امیدونه او هیلې په ناهیلې بدلې کړې کومې چې په دې وروستیو کې د دې هیواد د حکومت او طالبانو تر منځ د تفاهم په نیت را ټوکیدلې وې .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x