ادبي لیکني

په پښتو شعر کې رقيب

مقتصد ستړی
رقیب له تور دېوه بد تر دی
په ښاپیرۍ لیلا میین دی مړ دې شينه

لفظ ”رقیب “ له رقب، یرقب څخه اخیستل شوی چې د ساتونکي یا نګران معنا ورکوي، همدارنګه هغه کس چې د دوو کسانو په خپل منځې کار کښې د ستونزو لامل ګرځي بولي.
«لغات»
رقیب د الله ج په نهه نیوې نومونه کښې هم راځي
{وارْتَقِبُوْا إِنِيْ مَعَكُمْ رَقِيْبٌ}
دلته هم د ساتونکي، انتظار کوونکي او لیدونکي په مانا دی.
او همدا رنګه په یو بل ایات کریمه کښې راغلي
{اِلاَّ لَدَيْهِ رَقِيْبٌ عَتِيْدٌ} (سورہ ق آیت نمبر ۱۸) یا هم {لاَ يَرْقَبُوْنَ فِيْ مُؤْمِنٍ إِلاًّ وَّلاَ ذِمَّةً}(سورہ توبه آیت نمبر ۱۰) .
له دې ایاتونو څخه دا مالومه سوه چې که چیرته هم د رقیب لفظ په جمله کښې راشي مانا به یي د ساتونکي یا لیدونکې راځي، دا لفظ ” مرقب “ چې د لوړ ځای په مانا (هغه ځای چې ډېر څه یي تر نظر لاندي وي) راځي نو د رقیب په یو چا باندې د پام یا په نظر کې نیولو په مانا راځي.

”ترقب“ د ورو، ورو قدم وهلو مانا ورکوي لکه
د حضرت موسی علیه السلام په کیسه کې الله تعلی ج فرمایي:{فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَّتَرَقَّبُ}(سورہ القصص، آیت نمبر ۲۱) . او ددې لفظ مانا انتظار او تمه هم ده.

لفظ ”رقیب “ که د الله ج اسم صفت ځکه دی چې د هغه په هر ځای او هر وخت کښې خپل بندګان تر نظر لاندې دي.

د رښتونې مئین په مخ کښې داسې یو څوک چې دهغه دمعشوقې غوښتونکی وي هم رقیب بلل کېږي.

همدارنګه که کوم کس ددوو مینانو په منځ کښې خنډ یا له دوئ سره کینه کوي هم ورته د رقیب لفظ د کارولو وړ او همدغه مانا ورکوي.

دا بلکل غلطه ده که یو څوک وایي کوم شاعر ولي رقیب چې د الله ج نوم دی د ځان خنډ بولي، ځکه ددې لفظ مانا ښکاره او څرګنده ده.

لکه یو څوک د چا شعر ته وایي ډېر اعلی دی، مقصد یي الله ج نه وي بلکې د هغه شعر درجه لوړه بولي، اعلی هم د الله ج اسم صفت دی.

مولانا راغب په خپل کتاب ”مفردات القران “ کښې لیکي رقیب ته سپی او حیوان ویل هم سم دي ځکه هغه د پاکې مینې خنډ ګرځي او ددې هیڅ پروا مه کوئ.
د عربو مشهور شاعر قیس وایي:
لَئن كَثُرَتْ رُقَّابُ لَيْلَى فَطالَمَا
لهوتُ بليلىٰ ما لهنَّ رَقِيبُ
(ژباړه:که څه هم د لیلا ډېر رقیبان دي، زه به بیا هم له خپلې لیلا سره مینه کوم تر څو هیڅ رقیب پاتې نشي) .
لمسون د پردي پیردی،ښه دی پیژنومُریده
خپل پیردی شرارت ته لمسولی یی رقیبه
ا۰قیام

رقیبه ولې مې د ژوند محل په کاڼو ولې
لا ډیر پخوا ترې د وطن ګلانو کډه کړې
نصرت

زما رقیب د محبت په معنی نه پوهیږي
هغه خو ژوند هم په يو لوى منافقت کړى دى
ارواښاد ډاکتر صابر

ټک مې د ملا هډونو وکړ
چې مې جانان په رقیب واچول لاسونه

او
ما مي خپل هغه شعر
لا خپل مین ته نه ؤ ویلی …
د کوم شعر په لوستلو چې مي رقیب
ساه ورکړه
دتل لپاره یې له شره خلاص شوم .

نور ډېر داسې مثالونه شته دې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x