نظــر

اروپايي اتحاديه

ژباړه او راټولوونکی: محمد شفیق صدیقي

آروپایې اتحادیه یوه سیاسي او اقتصادي ټولنه ده چي د ۲۸ اروپایې هیوادونو څخه تشکیل سوېده.

د اروپایې اتحادیې د ټولو متشکیله هیوادونو مساحت (۴۳۲۴۷۸۲ (څلور میلیونه درې لکه څلورویښت زره اووه سوه دو آتیا کیلو متره مربع کیږي. اود وګړو شمېر یې شاوخوا ۵۱۰ میلینو تنو ته رسیږي.

د قوانینو د متوازن نظام له مخي یې په داخل کي یو داسي ګډ بازار رامنځ ته کړیدی چي ټول غړي هیوادونه په عادلانه توګه ګټه تري پورته کوي.

په ګډ بازار کي د اروپایې اتحادیې پالیسي دا ایجادوي ترڅو د وکړو د ازاد تګ راتګ، د اموالو انتقال، خدمات او همدارنګه سرمایه ګذاري او پانګونه تضمین کړي.

ددې ترڅنګ په کورنیو چارو اود عدالت په تامین کي د قوانینو تصویب، په سوداګرۍ، زراعت، کب نیوني او سیمیز انکشاف کي ګډي پالیسيو ته پاملرنه کول دي.

د نوموړي اتحادیې د ګډو سرحداتو په داخل کي د پاسپورټ د څارني چاري لغوه سویدي، اود یوه هیواد  نه بل ته په سفر کي د وېزې ضرورت نه احساسیږي.

همدارنګه  د اروپایې ټولني ۱۲ غړي هیوادونو په ۱۹۹۹م  کال کي د ګډ پولي واحد چي (یورو) یې ونوموله د نظام بنښټ کښېښود، وروسته له درو کلنو نه یعني په ۲۰۰۲م کال کي یې ورڅخه په رسمي توګه استفاده پېل کړه.

د اروپا هغه هیوادونه چي یورو د ملي پولي واحد په توګه کاروي چي اوس یې شمېر ۱۹ ته پورته سویدی ورته د یورو زون هیوادونه هم ویل کیږي.

آروپایې اتحادیه د دوه ګوني  فوق العاده ملي او بین الدولتي تصمیم نیوني نظام په وسیله اداره کیږي.

د تصمیم نیوني اووه مهم ارګانه لري چي ورته د اروپایې اتحادیې بنښټونه ویل کیږي، چي عبارت دي له: ۱- اروپایې پارلمان  ۲- د وزیرانو شورا  ۳- اروپایې کمېسیون  ۴- اروپایې محکمه  ۵- د اروپا شورا  ۶ـ د اروپا مرکزي بانک  ۷- د پلټونکو محکمه

د اروپایې اتحادیې تاریخي شالید

د دوهمي نړیوالي جګړې وروسته اروپایې مشران په دې هڅه کي وه چي یو داسي مېکانیزم رامنځته کړي ترڅو د هیوادونو ترمنځ  دې بدبینۍ ته د پای ټکی کښېږدي،

هغه وو چي د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر(رابرټ شومین) دا نوښت پېل کړ او د ډېرو هڅو او کوښښونو نه وروسته یې اروپایې هیوادونه وهڅول چي په ګډه د ډبرو د سکرو او فولادو ټولنه په (۱۹۵۲م) کال کي تاسیس کړي،

مورخین پدې نظر دي چي ددې ټولني په وجود راوړل د اروپایې هیوادونو د یو والي او یو موټي کېدو لپاره لومړی قدم وو چي اوچت سو،

وروسته یې همدغه ټولنه په (۱۹۵۷م) کي د اروپا د اقتصادي ټولني په نامه ونومول اوپه ( ۱۹۹۳م) کال کي د ختیځ بلاک له ړنګېدو نه وروسته چي د شرقي اروپا نور هیوادونه ورسره یو ځای سول نو د اروپایې اتحادیې نوم یې ورکړ.

د اروپا اقتصادي ټولنی (EuropeanEconomic Community) په لومړي ځل یوازي شپږ غړي درلودل چي عبارت وه له : غربي المان، ایټالیې، فرانسې، هالنډ، بلجیم او لګزمبورګ څخه.

په (۱۹۷۳م) کال کي آیرلنډ، ډنمارک او برطانیه هم ددې اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړ. په (۱۹۸۴م) کال کي پرتګال او هسپانیه هم ور سره یو ځای سول چي د ټولو غړو شمیر یې (۱۲) هیوادونو ته ورسېد.

د شوروي اتحاد د تجزیې نه وروسته د ختیځ بلاک ډېر هیوادونه ددې اتحادیې غړیتوب تر لاسه کړ چي د نوموړي اتحادیې د غړو شمېر اوس (۲۸) هیوادونو ته رسیږي چي عبارت دي له: المان، فرانسې، برطانیې، آیټالیا، یونان، سلوانیا، هسپانیه، ډنمارک، سويډن، هالنډ، لکزمبورګ، بلجیم، اطریش، پرتګال، پولنډ، رومانیه، هنګري، قبرص، فنلنډ، چېک، سلواکیا، بلغاریا، استونیا، لتویا، لتونیا، مالټا او کرویشیا څخه.

هغه شپږ هیوادونه چي د نوموړی اتحادیې د غړیتوب آخیستلو لپاره یې ځانونه کاندید کړی او تر اوسه یې غړیتوب ندی ترلاسه کړی عبارت دي له: آلبانیا، آیسلنډ، مکدونیا، مونټینګرو، سربیا او ترکیې څخه.

په اروپایې اتحادیه کي د نویو هیوادونو د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره د شرایطو د ټاکلو په خاطر د نوموړي اتحادیې غړو په  (۱۹۹۳م) کال د ډنمارک په پایتخت کوپنهاګن ښار کي یوه ِغونډه دایره اود غونډي په پای کي یې د شمولیت لپاره دري شرایط ورته وټاکل چي پدې ډول دي:

 

  1. باثباته دیموکراسي: داسي دیموکراسي چي په پلي کېدو سره یې بشري حقوقو ته درناوی وسي، د اقلیتونو او لږکیو حقوق تامین سي اود هیواد ټولو اتباعو ته داسي زمینه مساعده سي چي په مساوي توګه د حکومت په ټولو چارو کي په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول بېله کوم توپيره ګډون وکړي، اوداسي نور چي په هغه کي د مطبوعاتو ازادي، د بیان ازادي، دخپلواکي سوداګرۍ د اتحادیې سازمانونه، او همدارنګه د قوانینو په رڼا کي اود قانون تر سیوري لاندي د اجرایه قوې چاري پرمخ بېول دي.
  2. فعال او باثباته اقتصاد: د باثباته اقتصاد څخه یې همدف دا دي چي کله یو هیواد غواړي چي د اروپایې اتحادیې غړیتوب ته ځان کاندید کړي نو باید مخ کي یې لا اقتصاد د ازاد بازار په اصولو ولاړ وي او اقتصاد یې په ښه حالت کي قرار ولري او داخلي تولیدونکي صنعت یې د اروپایې اتحادیې د ازاد بازار سره په یوځای کېدو باید دا وړتیا ولري چي د هغوی سره د سالم رقابت له لاري پر مخ ولاړ سي.
  3. د مقننه چارو سمون: یعني ټول نوي شامیلېدونکي هیوادونه د غړیتوب د ترلاسه کولو نه مخکي باید خپل قوانین د اروپایې اتحادیې له قوانینو سره برابر کړي او عملي بڼه ورکړي.

که څه هم هر هیواد خپلو داخلي شرایطو ته په کتو سره هر وخت تصمیم نیولای سي چي د شمولیت نه وروسته ددې اتحادیې نه ووځي خو څرنګه چي به نوموړي اتحادیه کي د شمولیت نه وروسته هیوادونه ډېري اقتصادي بریاوی ترلاسه کوي نو ډېر کم هیوادونه دي چي پدې ټولنه کي د شمولیت نه وروسته دا ستره موقع له لاسه ورکړي او خپل غړیتوب فسخه کړي چي له دې جملې نه دوه هیوادونه دي چي دا کار یې کړیدي چي په لاندي توګه دي.

۱ـ  ګرینلینډ: چي په اروپایې اتحادیه کي د غړیتوب د ترلاسه کولو نه وروسته یې خپل شمولیت په (۱۹۸۵م) کي فسخه کړل.

۲- برطاینه: چي د روان کال (۲۰۱۶م) په اوږدو کي یې اتباعو د یوې ټولپوښتني له لاري تصمیم ونیوي چي نور به پدې آتحادیه کي نه پاته کيږي او غړیتوب یې باید فسخه سي.

د اروپایې اتحادیې اهداف

د اروپایې اتحادیې مهمي موخي د اروپایې دولتونو ترمنځ  د اقتصادي آړیکو ټینګول اوپه نړیواله سطحه د یوه پیاوړي اروپایې اقتصادي بلاک رامنځته کول وه، ترڅو اروپا  وتوانیږي  د نړۍ د سترو اقتصادي هیوادونو سره سیالي وکړای سي.

او نور اهداف یې په لاندي توګه دي:

۱ـ  د ګډي زراعتي پالیسۍ جوړول

۲ـ  د مالي توازن د ساتلو په موخه د غړو هیوادونو ترمنځ هماهنګي.

۳ـ  د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د اروپا د پانګوني بانګ جوړول.

۴ـ  د غړو هیوادونو ترمنځ  د ګمرکي  خنډونو لیري کول.

۵ـ  د ګډو ګمرکي محصولاتو پلي کول اود نورو هیوادونو په وړاندي ګډ تجارتي موقف  درلودل.

۶ـ  د غیر اروپایې هیوادونو سره د تجارت د زیاتوالي په موخه د ګډي همکارۍ مېکانیزم رامنځته کول

د اروپایې اتحادیې حکومتي جوړښت

د حکومتي جوړښت له مخي اروپایې اتحادیه اووه مهم ارګانه لري، چي لاندي به هر ارګان جلا جلا تر مطالعې لاندي ونیسو.

اروپایې پارلمان:

دغه پارلمان (۷۵۱) غړي لري، چي د غړو هیوادونو نفوس ته په کتو سره دهم هغه هیواد د خلکو لخوا په مستقیمه توګه په هرو پنځو کلنو کي ټاکل کیږي.

د پارلمان ریس او معاونین یې د پارلمان د غړو د اکثریت رایو په اساس د دوه نیمو کلنو لپاره انتخابیږي.

اروپایې پارلمان درې عمده وظایف لري چي عبارت دي له:

  • ۱: د اروپایې اتحادیې د بودیجې تصویبول
  • ۲: د اورپایې کمېسیون د چارو څارنه
  • ۳: د اتحادیې د قوانینو جوړول او تصویبول.

د وزیرانو شورا:

پدې شورا کي د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو وزیران ګډون کوي، چي د هر هیواد څخه یو وزیر د هم دغه هیواد د حکومت لخوا ورته معرفي کیږي،

نوموړې شورا په کال کي څلور غونډي دایروي خو د ضرورت په وخت کي هر وخت کولای سي چي غونډه راوبولي.

د وزیرانو شورا دندي:

  • د پارلمان سره په ګډه د قوانینو جوړل.
  • د غړو هیوادونو ترمنځ  مشکلاتو حل او فصل اود منازعاتو له منځه وړل.
  • د غړو هیوادونو ترمنځ  د قراردادونو او هوکړه لیکونو ساتنه او دوام.
  • د اروپایې اتحادیې د ستراتیژۍ او اجنډا برابرول.

آروپایې کمېسیون:

آروپایې کمېسیون د اروپایې اتحادیې اجرایه قوه ده چي د اتحادیې ټولي ورځنۍ چاري پر مخ وړي، شکل یې د یوه حکومت کابیني ته ورته دي چي ۲۸ کمېشنران (وزیران) لری او هر کمېشنر د قانون له1 مخي یوه ځانګړې دنده پر مخ بیایې،

نوموړي ۲۸ کمېشنران د آروپایې اتحادیې د ټولو غړو هیوادونو څخه د هیواد پر سر یو یو غوره کیږي، که څه هم دوی د ۲۸ مختلیفو هیوادونو څخه غوره کیږي خو دنده یې داده ترڅو په ټولیزه توګه د اروپایې اتحادیې نمایندګي وکړي نه د خپلو هیوادونو نمایندګي.

لدغه ۲۸ کمیشنرانو نه یو د ریس په صفت دوهم کس د بهرنیو او آمنیتي چارو د وزیر په صفت او پاته ۲۶ غړي د اروپایې کمېسیون لخوا اود ریس په سلا مشوره د مختلفو دندو لپاره ټاکل کیږي، خو په مجموع کي ټوله ۲۸ کمیشنران مکلفیت لري چي د اروپا له پارلمانه د تاید رایه واخلي.

د اروپایې آتحادیې محکمه:

دغه محکمه له درو نورو محکمو څخه تشکیل سوېده چي په لاندي توګه دي:

عمومي محکمه–  د افرادو او یا شرکتونو ترمنځ چي کوم حقوقي مسایل رامنځته کیږي نو دغه محکمه یې حل او فصل کوي.

د عدالت محکمهـ  هرکله چي د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو ترمنځ کومه منازعه او یا جګړه رامنځته سي نو دغه محکمه ورته رسیدګي کوي.

مدني محکمه ـ د اروپایې اتحادیې او مدني ټولنو ترمنځ که کومه ستونزه رامنځ ته سي نو دغه محکمه یې د حل او فصل مسولیت لري.

په ټولیزه توګه ویلای سو چي د اروپایې اتحادیې د محکمې دنده داده ترڅو پر خپلو وګړو باندي د همدغي اتحادیې ټوله مقررات او قوانین تطبیق کړي.

د اروپا مرکزي بانک:

دغه بانک په (۱۹۹۸م) کال کي تاسیس سو او مرکز یې د جرمني هیواد د فرانکپورټ په ښار کي دی، مهمي دندي یې په لاندي توګه دي:

 

  • نرخونه باثباته ساتل.
  • د بهرنیو اسعارو په وړاندي د یورو آرږښت ته پاملرنه.
  • د یورو زون لپاره د پالیسیو جوړول او عملي بڼه ورکول.
  • د غړو هیوادونو د مرکزي بانکونو د بهرنیو  زیرمو ساتنه.
  • د اقتصادي بازار د زیربناوو  اداره او چلول.

د نوموړي بانک له تاسیس نه یو کال وروسته یعني په (۱۹۹۹م) کي د اروپایې اتحادیې ۱۱ هیوادونه پدې سلاح سول ترڅو بازار ته  د یورو په نامه یو ګډ پولي واحد وړاندي کړي، له درو کلنو ابتدایې کارونو نه وروسته یې په لومړي ځل د (۲۰۰۲م) کال په جریان کي په عملي بڼه د یورو بانک نوټونه بازار ته عرضه کړل او ګټه اخیستنه یې تري پیل کړه،

د اروپا د هغو هیوادونو شمېر چي د یورو څخه د ملي پولي واحد په توګه کار آخلي ۱۹ ته رسېدلی دی، او ددغو ۱۹ هیوادونو پیوستون ته د یورو زون ټولنه هم وایې.

د اروپایې اتحادیې د اساسي قانون د ۱۶ مادي له مخي د اروپا مرکزي بانک ته ځانګړی واک او اختیار ورکول سویدی چي د ضرورت په اندازه د یورو بانک نوټونه چاپ کړي.

او همداسي د یورو زون ټولو غړو هیوادونو ته دا واک ورکول سویدی چي د اروپا د مرکزي بانک سره په سلاح مشوره او اجازې اخیستلو نه وروسته سکې (فلزي پیسې) د ضرورت په اندازه جوړي اود خپلو مرکزي بانکونو له لاري یې بازار ته وړاندي کړي.
د اروپا شورا:

پدغه شورا کي د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو دولتمشران یا د حکومت مشران او ورسره د نوموړي اتحادیې د وزیرانو شورا اود کمېسیون ریسان هم ګډون کوي،

نوموړې شورا په کال کي څلور ځله غونډي دایروي چي پدې غونډو کي ددې شورا ریس او پورته ذکر سوي اشخاص ګډون کوي او مهم وظایف یې په لاندي توګه دي:

 

  • اروپایې اتحادیې ته سلا مشوره ورکوي اود دې اتحاديي د یوه سیاسي لارښود په توګه دنده مخته وړي.

د خپل نفوذ نه په استفادې د غړو هیوادونو او موسیساتو ترمنځ را ټوکېدلي ستونزي هواروي او همدارنګه د جنجالي پالیسیو او موضوعاتو پر سر مخالفتونو او سیاسي بحرانونو ته د حل لارو پیداکوي.

د اروپایې اتحادیې په استازيتوب نړیوال قراردادونه او هوکړه لیکونه لاسلیکوي.

دغه ارګان په ټولیزه توګه د یوه دولتمشر ارګان حیثیت لري.

د اروپایې آتحادیې لاسته راوړني

سوله:

ددې اتحادیې یوه ترټولو لویه لاسته راوړنه د اروپا په لویه وچه کي د سولي ټینګښت دی، ددې لویې وچي هیوادونو له پېړیو راهیسي له یو بل سره مخالفتونه درلودل او دښمني یې پالل، برطانيه به کله له فرانسې او کله هم له آلمان سره په جنګونو بوخته وه، المان به له فرانسې او روسیې سره کشالې درلودې، هسپانیې به له ایټالیا او پرتګال څخه په شکایت وه،

همدغه کشالې، ستونزي او بدبینۍ وې چي لومړۍ او دوهمي نړيوالي جګړو ته یې لاره هواره کړه چي په پایله کي یي اروپا دوه ځله په خرابو او کنډوالو بدله سوه او لسګونو میلینو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د دوهمي نړیوالي جګړې وروسته اروپایې مشران په دې هڅه کي وه چي یو داسي مېکانیزم رامنځته کړي ترڅو د هیوادونو ترمنځ دې بدبینۍ ته د پای ټکی کښېږدي،

هغه وو چي د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر(رابرټ شومین) دا نوښت پېل کړ او د ډېرو هڅو او کوښښونو نه وروسته یې اروپایې هیوادونه وهڅول چي په ګډه د ډبرو د سکرو او فولادو ټولنه په ۱۹۵۲م کال کي تاسیس کړي.

چي وروسته یې همدغه ټولنه په ۱۹۵۷م کي د اروپا د اقتصادي ټولني په نامه ونومول اوپه ۱۹۹۳م کي د ختیځ بلاک له ړنګېدو نه وروسته چي د شرقي اروپا نور هیوادونه ورسره یو ځای سول نو د اروپایې اتحادیې نوم یې ورکړ.

د اروپایې اتحادیې په تاسیس او دوام سره د اروپایې هیوادونو ترمنځ بدګماني او د دښمنۍ فضا له منځه ولاړه او نن ورځ د نوموړي اتحادیې په داخل کي د سرحد او تلاشۍ کوم څرک نه تر سترګو کیږي، په داخل کي د پاسپورټ سیسټم له منځه تللی دی او ضرورت نه پیداکیږي چي له یوه هیواد نه بل ته په تګ سره دي د وېزې آړتیا پیدا سي.

  • ګډ بازار

له سولې نه وروسته د اروپایې اتحادیې دوهمه ستره لاسته راوړنه د آزاد بازار په وجود راوړل دي،

د ازاد بازار په منځته راتګ سره د اروپایې اتحادیې له هر هیواد نه وګړي کولای سي بېله کوم ګمرکي تعرفو او بیوکراسۍ  نه خپل اموال بل غړي اروپایې هیواد  ته ولېږدوي، او هم کولای سي خپله سرمایه بل هیواد ته بېله کومه محدودیته انتقال کړي،

وګړي او شرکتونه کولای سي خپل خدمات له یوې سیمي نه بلي او له یوه هیواد نه بل غړي هیواد ته د آزاد  بازار رقابت ته په کتو سره پراخ کړي.

د ازاد بازار د سیالۍ له برکته  په اروپایې هیوادونو کي د صنعتي او پرمختللو هیوادونو په پرتله د ښاري بسونو او هوایې شرکتونو ټکټونه او همدارنګه  د ټلفونونو او انټرنیت نرخونه ترټولو په ټيټ نرخ کي دي.

او نوري لاسته راوړني یې عبارت دي له:

ګډ پولي واحد یا یورو،

سربیره پر دې چي د یورو زون هیوادونو د واحدي کرنسۍ نه ډیره ګټه پورته کړي، د یورو په منځته راتګ سره د اروپا عام وګړي هم ډېر خوشحاله دي ځکه مخکي چي به دوی له یوه هیواد نه بل ته سفر کاوه  نو مجبوره وه چي هر هیواد ته په داخلیدو سره به یي پیسې د هم هغه هیواد په پیسو تبدیلولې خو اوس د یو واحد بانک نوټ په درلودلو سره دوي کولای سي د اروپا هر هیواد ته سفر وکړي.

د موټر لایسنس:

د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو وګړي د خپل هیواد نه د موټر د ترلاسه سوي لایسنس په ذریعه کولای سي د اروپا په ټولو هیوادونو کي بېله کومه خنډه موټر وچلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x