ټولنیزه برخه

دظالم څپیړه او دمظلومي اسیري ښځي دزړه سوی اواز

قاري احسان

معتصم بالله دعباسیه و ددور اتم خلیفه و، چي په 838 میلادي کال کي يي دخلیفه مامون دوفات نه وروسته دخلافت تاج پر سر کښېښودل سو، ډیر غیرمند او شجاع و، دده دخلافت په دوره کي یوه مسلمانه ښځه دعموريه په ښار کي د علجیانو سره په بند کي اسره وه، یو ورځ دا اسیره ښځه یو علجي په څپیړه (چاپلاخه) ووهله، هغې د واه معتصماه ناره تر خوله ووتله، دې ظالم علج ورته په سخریه (پوسخند) سره وویل: هو-هو بس معتصم به اوس پر برګ آس درته را ورسېږي!!

دا خبره ومعتصم ته ورسېده، هغه فورا واطرافو ته خلک واسته ول چي برګ آسونه ورته را جمعه کړي، او دآسونو خریداري يي پیل کړه، په لوړه پیمانه پیسي يي دبرګو آسونو پر اخیستلو ولګولي، تقریبا اتلس زره برګ آسان يي واخیستل، او دبل روایت سره سم يي اتیا زره برګ آسونه واخیستل.

ددې اسیري ښځي دخلاصون لپاره يي په ډیر ښه نیت او ټینګ عزم سره عملیات پیل کړل، لوی لښکر يي برابر کړ، او ټولو ته يي برګ آسونه ورکړل، او دعلجیانو پر ضد يي لوی عملیات پیل کړل.

هغه و چي الله پاک د معتصم په لاس دعموريي ښار فتح کړ، او ددې ښار فتح یو آسانه کار هم نه و، ځکه دا ښار تر نن پوري بل چا نه وفتح کړی، ډیری علج يي اسیران او مړه کړل، عموریه يي په اور وسوځوله.

معتصم پر برګ آس سپور و چي هغه ظالم علج او اسیره ښځه يي دده ومخ ته حاضر کړل، او معتصم ورته وویل: چي دا دی پر برګ آس درته راورسېدلم.

ابن نحاس رحمه الله لیکي: په دې شان سره د دین عزت خونديکیږي، او دا شان خلک باید دمسلمانانو امیران وي.
دعموريي دا قصه ډیر مشهوره سوه، ډیری شاعرانو ورباندي شعرونه جوړ کړل، ابو تمام طائي په خپله مشهوره قصیده کي داسي شعر ویل دی.

لم تطلع الشمس فیه یوم ذاک علی بانٍ بأهل ولم تغرب على عزب

يعني دمسلمانانو په لښکر کي هغه خلک چي یوازي و، کله چي دهغې ورځي لمر را خوت نو دهر یوه سره یوه یوه منځه وه.
دجمهورو علماو په نیز داسیر او بندي خلاصون پر خلکو واجب دی.

امام نووي رحمه الله وايي: خلاصه دادی چي هغه خلک باید ددشمن په لاس کي پاته نه سي چا چي زموږ د عزت لپاره جهاد کا و، او زموږ ددشمن تذلیل يي کا و، بلکي پر موږ لازمه ده چي هغه خپلو ځایو ته راستانه کړو، که مو یوازي په وس او طاقت کي وي او که په ټولیز ډول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x