نظــر

کرايي ژورنالیزم

افغانستان کې ژورنالیزم مخ پر پخیدو دی، خو ددی پرځای چې خوندور شي پیکه کیږي، په  ۲۰۰۲ م کال کې هغه مهال چې خبریالي ځوانه وه، ځوانو خبریالانو له ډیرو حقایقو نه پرده کوله اود پیښو انعکاس ښه وو.

 دا په دی مانا نه چې کل جدید لذیذ مګر هغه مهال فکر کوم له یوشمیرخبریالانو سره ښه احساس موجود ؤ.

په افغانستان کې ډیری خبریالان مسلکې ندی، یانی د  ژورنالیزم پوهنځې څخه فارغ شوي ندی ، خواکثره وخت دا خبره هم چندان صدق نه کوي ځکه دا خپل پوهنتونونه  راته ډیر ښه معلوم دی چې هلته محصلین د محصلې په دوره کې څومره لاسته راوړني لري.  په پوهنتونونوکې هماغه د امیرشیرعلی خان زماني تدریسي میتود روان دی.

تر ډیرو مسلکې خبریالانو نامسلکې خبریالان ټکړه دی.  

 په ولایتونو کې لومړی چې خبریالان په دندو ګمارل کیږي په  اوایلو کې په خورا مینه او لوالیتا سره خپل مسوولیت او دنده پرمخ بیايي هرې پیښې اوغونډي ته پرخپل وخت ځانونه حاضروي، او د مسائلو عمق ته د رسولو هڅه کوي، خو د یوڅه وخت په تیریدوسره چې سترګې ېې یوڅه سپینې شي، په کټګوریو وویشل شي یوشمیر يي چارواکې او درباري شي، یوشمیريي چې  وړتیا يي کمه ده او دنده يي د روابطو اوسپارشتونوپراساس لاسته راوړي، او د رپورټ لیکلو وړتیا نلري، هغوي  د رپورټ لیکنې  لپاره کاتبان اوسکرټران استخداموي چې د ګزارش متن او سمونه په کاتب ترسره کوي، همدغه راز یوشمیر داسې هم دی چې د نورو  مصروفیتونواو تنبلې له مخې غږاو ویډیوچمتوکولو لپاره نوي بی روزګاره ځوانان کرایه کوي چې ورته کرایی خبریالي ویل کیږي، نو هرڅه  همدغه تازه دمې ځوانان چمتو کوي دوی د شاتو مچیوملکې په څیرد صندوق په دننه اویا ځاله کې ارام ناست وی لکه څنګه چې ملکه کله ناکله بهر ته راوځي دوی هم د مهمو پیښواو یا خورا مهمو غونډو پرمهال ښکاري.  

دا چاره ممکن د ځوانانو د تجربې، د کار سره بلدتیا اوچل زده کولو لپاره مفیده  وی خوتاوان په دی کې ښکاري چې له هغه ځایه چې د ژورنالست دنده حقایقوعمق ته ځان رسول اوبیا يي خلکو ته پرته د تحریف نه رسول دی ترپوښتنې لاندي راځي.

 د بیلګې په توګه کله چې خبریال یوې پیښې ته پخپله حاضرنه شي څه ډول امکان لري چې د خبر جوړونې پرمهال دی په سمه توګه پیښه خپلو مشتریانو ته انځورکړي او حقیقت دی برملا کړي.؟

د یوشمیر خبریالانو دا ډول کړنه د ژورنالستیک اصل سره په ټکر کې ښکاري.  

ددی ترڅنګ د مثبت نظر ژورنالستي ډیر وخت کولي شي ستونزي کتمان اود ولس ننګونې پرځای پاتي شي ،نږدی په هرولایت کې د بیلابیلو آزادو اوتړلو رسنیو استازي کار کوي، د مرکې پرمهال کله چې ورته د مرکه کوونکې نظرد خوښې وړ نه وی، نظربدلوي، مرکه کوونکې ته ویل کیږي دانظر ماته په درد نه خوري منفې نظر دی مثبت وغږیږه، نو په دی صورت کې  ددی امکان ډیر لیری دی چې رسنۍ دی حقایق خپاره کړي اوخلک دی په سمه لاره هدایت کړي بلکه دلته به خبریالي یوازي د خلکو په سترګوکې خاوري اچول وی اوبس.

 د کرايي ژورنالیزم خطرنسبت د مثبت نظر ژورنالیزم خطر ته کم ښکاري خو ټولنې ته ورپیښ د دواړواضرار د قضاوت او بښنې وړ ندی.

همایون بابر- نومبردویمه ۲۰۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x