نظــر

دامنیتي تړون په اړه افغانستان کي جرګه جوړیږي، خو امریکا کي؟

دا چي په افغانستان کي د امریکا سره د ستراتيژیک امنیتي تړون د سند لاسلیک لپاره په افغانستان کي مشورتي لویه جرګه جوړېدونکې ده، چي د امریکا او د افغانستان تر منځ به هغه شرطونه څیړي چي په پوره کولو سره به یې د اوباما اداره په افغانستان کي خپل په زرګونو فوځونه د کال 2014 وروسته پریږدي.

د امریکايي لیکوال رابرټ نیمان (Robert Naiman) په اند که څوک د افغانستان د ډیموکراسي سره دلچسپي لري، د هغه لپاره دا یو ښه خبر دی،

ځکه چي اخیر په افغانستان کي افغانان سره را ټولیږي، او د خپل هیواد د راتلونکي په اړه یو پریکړه کوي، دا بیا فرق نه کوي چي هغوی خپله فیصله ددغه تړون په حق کي کوي، او که یې په ضد.

خو نوموړی زیاتوي که یو څوک د امریکا د ډیموکراسي سره دلچسپي لري، نو د هغه لپاره دا یو ډیر بد خبر دی، ځکه چي د امریکا کانګریس کله هم د 2014 وروسته په افغانستان کي خپل دفوځ پاته کیدل نه دي تایید کړي.
ځکه چي په دغه اړه د کانګریس په تیر بحث کي اکثریت غړو پر دې باندي ټینګار وکړ او فیصله یې صادره کړه، او وې ویل چي په عموم کي دا د امریکا د متحده ایالاتو پالیسي ده: چي د امریکا ولس مشر به د افغانستان دحکومت، ناټو او د نورو ملګرو هیوادونو په مرسته باندي لاندي کارونه کوي:

۱-  د کال 2013 د دیسمبر د میاشتي تر 31 نیټې به د ټول افغانستان امنیتي چاري افغاني ځواکونو ته سپارل کیږي.
۲- د افغانستان څخه دی د کال 2014 د دیسمبر د میاشتي تر 31 نیټې پوري ټول جنګي او غیر جنګي عسکر وباسل شي.

که چیري بیا هم د امریکا حکومت اړتیا ویني چي د کال 2014 د دیسمبر د میاشتي د 31 نیټې وروسته دي امریکايي فوځونه په افغانستان کي پاته سي، نو په دې اړه باید د امریکا د سنا مجلس کانګریس له سره بحث وکړي، او د کال 2014 د جون میاشتي تر مخه دي پر دې بحث باندي رایه اچونه وشي.

دلته دوه خبري مهمي دي:
۱- امریکا باید خپل ټول فوځ د کال 2014 تر پایه د افغانستان څخه وباسي.
۲- او که بیا هم امریکايي فوځ د پاته کیدو اړتیا لیدل کیږي، نو بیا باید د کانګریس څخه اجازه واخیستل شي.

اوس دلته مشکل څخه دی؟

نوموړی وایی چي اوس امریکايي حکومت خپل ټول زور لګوي، او غواړي چي ژر تر ژره دغه سند لاسلیک کړي، او دې ته انتظار نه کوي چي ایا کانګریس ددې سره موافق هم دی او کنه؟
که چیري دوی اوس دغه سند لاسلیک کړي، او خپل فوځ تر ټاکلې مودې وروسته بیا هم په افغانستان کي پریږدي، او بیا د هغه وروسته د کانګریس غړي را ټولیږي، او پر دې موضوع باندي رايي ورکوي، نو خبره به وخت لا خلاصه وي، بیا به څه فایده و نه کړي، بلکي خبره به داسی تعبیر سي لکه کانګریس چي غواړي خپل ولس مشر کمزوری او بی واکه ښکاره کړي.
نوموړی زیاتوي چي ددې تر مخه چي امریکا خپل دغه تړون د افغانستان سره رسما لاسلیک کړي، باید د کانګریس غړي سرا را ټول شي، او د افغانانو په څیر خپله فیصله وکړي.

لیکوال زیاتوي په داسي حال کي چي د امریکا کانګریس د راتلونکو لسو کلونو لپاره خپل قومي بجټ باندي بحث کوي، تاسو څه فکر کوی چي په افغانستان کي به په زرګونو عسکر پاته کول مفت وي؟
په اوسني حالت کي که امریکا په افغانستان کي لس زره فوځ پریږدي، نو د هغو لسو زرو اوسط مصرف به د کال 20 بلیونه ډالر وي.

که چیري د راتلونکو شپږو کلونو لپاره لس زره فوځ په افغانستان کي پاته کیږي، نو هغه مبلغ به د امریکایانو د راتلونکو لسو کلونو لپاره دځینو مهمو داخلي ولسي پروګرامونو لپاره بس شي، چي اوس یې امریکا د خپل ولس څخه د بجټ د کمښت له وجي را ګرځوي.

نوموړي د امریکايي ولس څخه غوښتي چي د کانګریس د هغو غړو ملاتړ وکړي چي ددغه قضیې په اړه کانګریس کي خپل اواز پورته کوي.

ددې څخه دا مالومیږي چي امریکا که څه هم ځانته د ډیموکراسي مور وايي، خو چي کله خبره د داسی لویو پریکړو راسي، چي د هغه سره د وسلو د لویو شرکتونو مصلحتونه، د دفاع وزارت پنټاګون د جنرالانو شخصي مصلحتونه، د حاکمې طبقې او یهودي لابي ځانګړې مصلحتونه تړل شوي وي، بیا نه ډیموکراسي ته کتل کیږي، او نه کانګریس او پارلمان ته، بیا هغه فیصله کیږي چي دغه جهتونه یې غواړي، او وروسته باندي قانون جوړوي، او یا په بحث بحث باندي کوشش کوي چي فیصله دومره وځنډوي، چي اخیر یې د بحث اړتیا هم نه شي پاته.

احسان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x