نړۍ

امریکايي تاجر د امریکا څخه د اسامه بن لادن د سر انعام غواړي

په امریکا کي د ټام لي په نامه یوه 63 کلن کس د امریکا د حکومت په ضد دعوا کړې، او د 25 ملیونه ډالرو غوښتنه یې ځیني کړې.
نوموړی چي دملغلرو کارباري دی، وايي په کال 2003 کې د امریکا د ایف بي آی FBI ادارې ته د اسامه بن لادن د استوګن ځي په اړه معلومات ورکړي وه، ځکه نو دی د اسامه بن لادن پر سر باندي د امریکا له خوا د اعلان شوي جایزې مستحق دی.
نوموړی وایی چي ما په کال 2003 کي لا د ایف بي آی مشر ته لیک لیږلی وو، او ورته ویلي می وه چي اسامه بن لادن د ابیټ اباد په یوه کور کي اوسیږي.

دمسټر لي وکیل وایی چی نوموړی د اسامه بن لادن د مرګ د خبر د اوریدو وروسته ډیر ځله کوشش وکړ چي د ایف بي آی سره اړیکه ونیسي، او هغوی ته خپل هغه معلومات ور یاد کړي چي مخکي يې د ایف بی آی د سایټ له لاري ورته لیږلي وه، خو هغوی تر اوسه هم جواب نه دی ورکړی.

باید وویل شي چي د ایف بي آی اداره په انټرنیټ باندي ویب سایت لري، او د هغې له لاري اعلانونه کوي چي هر چا که ددوی مطلوب کسان ورته په ګوته کړل، نو دومره او دومره انعامونه به ورکړي.

خو 63 کلن مسټر لي وايي چي دده ټولي اړیکي د ایف بي آی سره ددغه ویب سایټ له لاري بی جوابه پاتي شوي دي.

نوموړی وايي چي ده ته په ابیټ اباد کي د اسامه د استوګنځي په اړه معلومات د پاکستان د استخباراتو یو افسر ورکړې وه، چي د هغه په وینا یې په خپله د اسامه کورنۍ د پيښور څخه ابیټ اباد ته انتقال کړل.
او زیاتوي چي ددغه کس د کورنۍ سره زما د پخوا څخه تجارتي اړیکي وي، او د هغه د اسامه سره نه وه جوړه ځکه یې نو ده ته د هغه د ځای په اړه معلومات ورکړي وه.

د نوموړي د وکیل له لاري په خپاره شوې راپور کي ویل شوي چي هغه بیا دغه معلومات د ایف بي آی د ویب سایټ له لاري، او هم د ایف بي آی ایجنټانو او د کسټم افسرانو ته ورکړې وه، چي هغوی بیا دده سره د مجلس راپور جوړ کړی وو، او خپلي ادارې ته یې سپارلی وو.
خو د نوموړي دا دعوه هغه معلومات کمزورې کوي چي د اسامه بن لادن د استوګنځي تعمیر په 2003 کي له سره جوړ شوی نه وو، بلکي د ورکړه شویو معلوماتو پر اساس دغه تعمیر په کال 2005 کي جوړ شوی.
او بل خوا د فوکس نیوز په قول د امریکا ځیني چارواکو ویلي چي دوی به د اسامه بن لادن پر سر باندي ټاکل شوی انعام چاته هم ور نه کړي، ځکه چي د هغه په اړه معلومات د الیکتروني جاسوسي الاتو په واسطه او پر ځمکه باندي د جاسوسانو د کار په واسطه تر لاسه شوي وه.

باید وویل شي چي اسامه بن لادن دوه کاله وړاندي د ابیټ اباد په ښار کي د امریکایانو له خوا په شهادت ورسول شو، چي له کبله یې د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکي خرابي شوې، ځکه چي امریکا په پاکستان کي بی له اجازې فوځي عملیات وکړل، او پاکستان د امریکا جاسوس شکیل افریدي ونیوی، او په خپل هیواد کي د بهرني هیواد لپاره په جاسوسۍ تورن کړ، او بندي یې کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x