افغانستان

د مولوي خالص زوی انورالحق مجاهد هم د طالبانو مشر سره بیعت وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۵ل): وسله‌والو طالبانو د پخواني جهادي رهبر مولوي محمد یونس خالص زوی یو لیک نشر کړی چې په کې نوموړي د طالبانو د مشر سره بیعت کړی دی.

انورالحق مجاهد د مولوي خالص ځایناستی دی چې په افغانستان کې زرګونه وسله‌وال لري او د امریکايي او دولتي ځواکونو خلاف جنګیږي.

د طالبانو د تحریک موسس ملامحمد عمر د مړینې تر اعلان وروسته انورالحق مجاهد په کور کېناست او د طالبانو سره یې د بیعت کولو څخه ډډه وکړه. هغه د «تورې بوړې» په نوم محاذ چې د طالبانو په چوکاټ کې يې فعالیت کولو هم لغوه اعلان کړ او ویې ویل چې اینده کې به په نوي تشکیلاتو غور وکړي.

اوس تازه طالبانو لخوا نن ټکی اسیا ته هغه لیک رسیدلی چې نوموړي په کې د مولوي هبة الله اخوندزاده سره «د کفر او الحاد په مقابل کې د جهاد بیعت» تازه کړی دی.anwarulhaq mujahid baiat

انورالحق مجاهد ویلي چې پلار يې مولوي خالص بابا ورته توصیه کړې وه چې د ملامحمد عمر مجاهد ملاتړ تایید به کوئ او دوی په همدې اساس له مولوي هبة الله سره خپل بیعت تازه کوي او د شریعت په چوکاټ کې به یې اطاعت کوي.

په ختیځو ولایتونو د وسله‌والو طالبانو په لیکو کې مولوي انورالحق مجاهد یواځېنی د سر سړی و چې د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور سره يې د بیعت کولو څخه ډډه کوله او د شننونکو په باور چې د طالبانو سره د نوموړي یوځای کېدو سره به په ننګرهار کې په ځانګړي ډول د دوی لیکې پیاوړې کړي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د منصور دادالله کورنۍ هم د طالبانو د مشر ملاتړ اعلان کړی و. منصور دادالله چې ویل کېدل له داعش سره یوځای شوی و په زابل کې د طالبانو سره په یو جګړه کې وو ژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي محمدسليم انقياد ى

دسترغازى خالص بابا زوى اوځاى ناستى داچه تل ئ دجهاد سنګر ګرم ساتلى وو په خو رادرنښت سره داسلامى امارت له قدرمند مشر سره خپل ورين بيعت اعلان کړ اسلامي امارت اوملت ته ديوون خوښى سترزيرى دىالله عزوجلدى داسلامي شريعت دنفاذ اوداسلامى امت دوحدت ذريعه جوړکړى په درنښت ورور مو مولوى محمد سليم انقيادى

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x