نړۍ

د پاکستاني طالبانو د نوي مشر خان سید ژوندلیک

که څه هم تر دې مهاله د پاکستاني طالبانو ویاند په رسمي ډول د خپل نوي مشر په توګه د خان سید د ټاکنې پخلی نه دی کړی.
خو د پاکستاني طالبانو سرچینو له وزیرستانه رسنیو ته وویل، د جمعې په ورځ د دوی د مشر حکیم الله مسید تر وژل کېدا وروسته د شنبې پر ورځ ددوی شورا دایره شوه. په دغې غونډه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د وزیرستان، اورکزو، ټانک او بنو مشرانو ګډون کړی وو.

د سرچینې په خبره ، په غونډه کې شریک اکثریت پر دې سره سلا شول چې ښاغلی خان سید به له دې وروسته د دوی مشر وي،دوی ورسره بیعت وکړ او اطاعت ته به یې په ټینګه غاړه ږدي.
ښاغلی خان سید چې د سنجنا یا سجنا او خالد په نومونو هم مشهور دی؛ وروسته له هغې د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر وټاکل شو چې د ۲۰۱۳ز کال د مې پر ۲۹ نېټه د دوی مخکينی مرستیال مشر ولي الرحمان هم په ورته برید کې ووژل شو.
د پاکستاني طالبانو نیږدې کړۍ وایي،ښاغلی خان سید شاوخوا۳۶ کلن دی او د جنوبي وزیرستان د مسیدو په شوبي خېل ټبر پورې اړوند دی. د ده د پلار نوم شبي خېل دی او پلرنی کلی يې په جنوبي وزیرستان کې دوه توی نومېږي.
د تحریک طالبان پاکستان د غړیتوب پر مهال خان سید په وزیرستان کې د طالبانو یو فعال قوماندان او د تحریک طالبان پاکستاند پخواني مرستیال مشر ولي الرحمان اعتمادي ملګری و.
د خان سید په اړه ویل کېږي چې په پاکستان کې په ډېرو بریالیو او تکتیکي بریدونو کې ښکېل او د داسې حملو له وتلو طراحانو څخه و.نوموړی په افغانستان کې د امریکايي او ناټو اشغالګرو پر مخالفت سربېره په خپل هېواد کې د بهرنیانو د نظامي شتون او هوایې بریدونو سخت مخالف او ورسره ډغرې وهونکی دی.
سرچېنه زیاتوي،چې د حکیم الله مسید په څېر نوموړی هم له پاکستاني چارواکیو سره په مذاکراتو کې خورا محتاط او د سیاست په رمزونو پوه سړی دی.
د نوموړي د زده کړو په اړه څه معلومات په لاس کې نشته؛خو ویل کېږي له خلکو سره په تعامل او برخورد کې خورا پياوړی او په عامیانه ژبه د جرګو- مرکو سړی یادېږي.
د هغه تحریک چې د مشرۍ واګې یې اوس مهال خان سید ته ور په غاړه شوي دي،په روان کال کې تر ټولو ستره لاسته راوړنه ښایې د بنو زندان ماتول وي، چې په ترڅ کې يې خپل ټولټال ۳۸۴ زنداني ملګري خوشې کړي ول او تر ټولو ستره ضایعه یې د یوه ځوان، ځېرک او فعال مشر حکیم الله مسید له مشرتابه محرومېدل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x